د رياست الوزراء اداري مرستيال لوګر ولایت ته د خپل سفر پر مهال د کډوالو ښارګوټي کې د ځمکو وېش بهير پر چټکتيا ټينګار وکړ
2026-05-11
د رياست الوزراء اداري مرستيال لوګر ولایت ته د خپل سفر پر مهال د کډوالو ښارګوټي کې د ځمکو وېش بهير پر چټکتيا ټينګار وکړ
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په داسې حال کې، چې د دایمي مېشتېدنې پلاوي يې ملتيا کوله، نن لوګر ولایت ته سفر وکړ.
د رياست الوزراء اداري مرستيال په ياد ولايت کې د کډوالو لپاره د ښارګوټي د پرانېستې مراسمو ترڅنګ، کډوالو ته د استوګنې ځمکو وېش بهير پر چټکتيا ټينګار وکړ.
په دې مراسمو کې چې د کور او ښار جوړولو وزير محترم مولوي نجيب الله حيات حقاني، د لوګر والي محترم صلاح الدین ایوبي، د لوګر ولایت مرستيال، معينانو او د اړوندو ادارو يو شمېر استازو هم حضور درلود، د کډوالو ښارګوټو کې د ځمکو وېش بهير پر څرنګوالي خبرې وشوې.
د رياست الوزراء اداري مرستيال د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسیدګي پر اهميت ټينګار وکړ وې ویل، د افغانستان اسلامي امارت هغوی ته د يوې نمرې ځمکې ورکړې او د باعزته ژوند برابرولو ته ژمن دی.
نوموړي ټينګار وکړ، چې د استوګنې ځمکو وېش په روڼتيا، دقت او چټکتيا دوام لري، ترڅو کورنۍ هرڅومره ژر چې کېږي د ځانګړو شویو ځمکو خاوندان شي.
په دې مراسمو کې د اړوند ادارو تر منځ پر لا زياتې همغږۍ او د ځمکو وېش بهير کې د موجودو ستونزو په لمنځه وړلو ټينګار وشو او مسئولينو ډاډ ورکړ، چې د دې پروسې د چټکتیا لپاره به لازم اقدامات په پام کې ونيول شي.