د رياست الوزراء اداري مرستيال د غور والي او مل پلاوي سره وکتل
2026-05-12
د رياست الوزراء اداري مرستيال د غور والي او مل پلاوي سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د غور والي محترم الحاج مولوي حیات الله مبارک او مل پلاوي سره، وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د غور والي محترم الحاج مولوي حیات الله مبارک د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د غور ولایت د اقتصادي، ټولنیز او سیمه ییزې حکومتولي د وضعیت او د محلي ادارو د کړنو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د غور والي وویل، په هغه ولایت کې د اسلامي امارت مسئولین شپه او ورځ د امنیت د تأمین، خدماتو برابرولو او د خلکو په ځانګړي ډول د راستنو شویو کډوالو د ستونزو د حلولو کوښښ کوي.
محترم مولوي حیات الله مبارک همدارنګه د مواصلاتي لارو، برېښنا، روغتیایي مرکزونو، پراختیایي چارو او د راستنو شویو کډوالو په اړه د یاد ولایت د خلکو غوښتنې مطرح کړې.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د غور والي محترم الحاج مولوي حیات الله مبارک او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د غور زړورو او متدینو خلکو د هیواد د ازادي او د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې سرښندنې کړي او ډېرې قربانۍ یې ورکړې دي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال وویل، د امنیت تامین او د خلکو خدمت د اسلامي امارت له ژمنتیاوو څخه دي او لازمه ده چې محلي مسئولین په دې برخه کې جدي کوښښونه وکړي
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د غور د والي له لوري د خلکو د مطرح شویو وړاندیزونو او غوښتنو په اړه وویل، اسلامي امارت به شته امکاناتو ته په پام هغو ته رسیدګي وکړي.