د هېواد په بندرونو کې د پرمختللو لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو او تجهیز لپاره د ۴۶ میلیونه ډالرو تړون لاسلیک شو
2026-05-13
د هېواد په بندرونو کې د پرمختللو لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو او تجهیز لپاره د ۴۶ میلیونه ډالرو تړون لاسلیک شو
د معیار او کیفیت ادارې د کیفیت زیربناوو د پیاوړتیا، د لابراتواري ظرفیتونو د لوړولو او د توکو د کیفیت تثبیت بهیر د معیاري کولو په موخه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې ځانګړې غونډې پر مهال او د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخند په حضور کې، د هېواد په مرکز او ۹ بندرونو کې د لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو او تجهیز کولو تړون د هندي نړیوال شرکت (TCRC) له استازولۍ سره لاسلیک کړ.
د معلوماتو له مخې، دغه تړون د ۴۶ میلیونه، ۳۴۸ زره او ۲۹۲ امریکايي ډالرو په ټولیز ارزښت د پنځو کلونو لپاره لاسلیک شوی، چې له مخې به یې په درېیو اساسي برخو؛ د ساختماني موادو، برېښنایي وسایلو او تجهیزاتو، او همدارنګه د نساجۍ، څرمن او کاغذ په برخو کې لابراتوارونه تجهیز شي.
په دې مراسمو کې د معیار او کیفیت ادارې مسئولینو څرګنده کړه، چې قراردادي شرکت ژمنه کړې څو په ټاکل شوو بندرونو کې معیاري لابراتواري کمپلکسونه جوړ او پرمختللي لابراتواري تجهیزات برابر او نصب کړي. سربېره پردې، د ادارې د شته تجهیزاتو عیارول او ترمیم، او د کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو لپاره د بهرنیو متخصصینو معرفي کول، د دغه تړون مهمې برخې بلل شوې دي.
د دغه تړون له مخې، د معیار او کیفیت ادارې مسلکي کارکوونکو ته به کورني او بهرني روزنیز پروګرامونه هم جوړېږي او د معیاري کولو نړیوال سازمان (ISO) څخه د معتبرو نړیوالو تصدیقلیکونو د ترلاسه کولو بهیر به هم عملي شي.
د یادې ادارې مسئولین د دغه تړون لاسلیک د کیفیت د تثبیت او کنټرول د سیستم د پیاوړتیا، له معیاري تولیداتو څخه د ملاتړ، د بېکیفیته توکو د وارداتو د مخنیوي او په افغانستان کې د کیفیت زیربناوو د پراختیا په برخه کې یو مهم او حیاتي ګام بولي.