GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

د ریاست الوزراء مقام دفتر عمومي رئیس له چینایي پانګوال وانګ بن چاینګ سره وکتل

د ریاست الوزراء مقام دفتر عمومي رئیس له چینایي پانګوال وانګ بن چاینګ سره وکتل

2026-05-19

د ریاست الوزراء مقام دفتر عمومي رئیس له چینایي پانګوال وانګ بن چاینګ سره وکتل


د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن ماسپښین له چینایي پانګوال ښاغلي وانګ بن چاینګ او مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

په دغه کتنه کې چې د سیاسي او ولسي چارو رئیس شیخ محمود ذاکري هم حضور درلود، ښاغلي وانګ بن چاینګ افغانستان ته په راتګ خوښي وښوده او وې ویل، اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګو لري. په بېلابېلو برخو کې د پانګونې شته فرصتونو او د افغانستان کاني زېرمو ته په پام موږ په افغانستان کې پانګونې ته لېواله یوو.

نوموړي وویل، دوی د لوړپوړو ودانیو، لویو لارو، تونلونو، د کانونو د رااېستلو، د تېلو د تصفیې ، بندونو او برېښنا په برخو کې کافي تجربه او ښه ټکنالوژي لري او غواړي چې د پانګونې په صورت کې یې افغانستان ته را انتقال کړي. هغه زیاته کړه، موږ به له اسیايي هیوادونو سره د افغانستان د صادراتو او سوداګریزو اسانتیاوو د زیاتېدو په موخه د لویو لارو په برخه کې اساسي پانګونه وکړو.

د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، افغانستان د کانونو ښې زېرمې لري. د کانونو په ګډون د سالنګ تونل او واخان کوریډور د اساسي جوړولو او نورو بېلابېلو برخو کې مو داخلي او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینې برابرې کړې دي.   

محترم ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، اسلامي امارت داخلي او بهرنیو پانګوالو ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د لا ډېرې همکارۍ ډاډ ورکوو. هغوی ته مو سپارښتنه داده چې د خپلو شخصي ګټو ترڅنګ د افغانستان ګټو او زموږ اصولو ته هم باید پام وکړي. په هره برخه کې چې پانګونه او فعالیت کوي، چارې باید داسې په معیاري توګه ترسره کړي چې د دوی د مسلکي باور د لازیاتېدو او د بهرنیو پانګوالو د اړوندو هیوادونو د لا ښه شهرت باعث شي.

شریک یی کړی