GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

راستانه شویو مهاجرو کورنیو ته ۱۴۹۱ استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

راستانه شویو مهاجرو کورنیو ته ۱۴۹۱ استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

2026-05-19

راستانه شویو مهاجرو کورنیو ته ۱۴۹۱ استوګنیزې نمرې ووېشل شوې
 
د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري په دې وروستیو کې، راستانه شویو مهاجرو کورنیو ته ټولټال ۱۴۹۱ استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي.
 
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په ننګرهار ولایت کې ۳۱۰، سمنګان کې ۲۰۰، زابل کې ۱۳۲، فراه کې ۴۴۷، کندز کې ۱۸۲، هلمند کې ۱۷۵ او غزني کې ۴۵ استوګنیزې نمرې مستحقو کورنیو ته سپارل شوې دي.
 
د یاد وزارت د شمېرو پر بنسټ، د استوګنیزو نمرو د وېش د بهیر له پیل راهیسې تر اوسه پورې، په ټولیز ډول ۲۸زره او ۷۶۸استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي، او دغه لړۍ لا هم په چټکۍ سره روانه ده.

شریک یی کړی