GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

د وزیرانو شورا نوولسمې غونډې د اقينې- اندخوی اوسپنې پټلۍ دوهم فاز په مسیر د ځمکو استملاک په اړه بحث وکړ

د وزیرانو شورا نوولسمې غونډې د اقينې- اندخوی اوسپنې پټلۍ دوهم فاز په مسیر د ځمکو استملاک په اړه بحث وکړ

2026-05-19

خبر

۱۴۰۵ د غویي ۲۹ 


د وزیرانو شورا نوولسمې غونډې د اقينې- اندخوی اوسپنې پټلۍ دوهم فاز په مسیر د ځمکو استملاک په اړه بحث وکړ

 

د افغانستان اسلامي امارت د وزیرانو شورا نوولسمه غونډه د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ پرون ترسره شوه.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه؛ په کې د هېواد په مهمو اقتصادي، امنیتي، ټولنیزو او کلتوري مسائلو بحث او ځینې پرېکړې وشوې.

په غونډه کې د اقينې - اندخوی اوسپنې پټلۍ دوهم فاز د مسير په اوږدو کې د امارتي ځمکو د بيو او شخصي ځمکو د استملاک او همداراز هېواد ته د راستنو شویو مهاجرینو لپاره د ځمکو د توزیع پروسې په اړه هم بحث وشو.

د یادونې وړ ده چې د وزیرانو شورا یاده غونډه د يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل وروسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

شریک یی کړی