GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

پانګونې بین الوزارتي کمېټې کابل کې د تفریحي، ورزشي او سوداګریز کمپلکس د سوداګریزو مارکیټونو په طرحو بحث وکړ

پانګونې بین الوزارتي کمېټې کابل کې د تفریحي، ورزشي او سوداګریز کمپلکس د سوداګریزو مارکیټونو په طرحو بحث وکړ

2026-05-20

پانګونې بین الوزارتي کمېټې کابل کې د تفریحي، ورزشي او سوداګریز کمپلکس د سوداګریزو مارکیټونو په طرحو بحث وکړ

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.

دې غونډې ته د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار او د سرپل ولایت په مرکز کې د ښاروالۍ پر ځمکو د سوداګریزو مارکیټونو د جوړولو د طرحو مالي موډل له عامه او خصوصي مشارکت څخه بدیل شرعي عقد ته د اړولو په تړاو د چارو ادارې له خوا وړاندې شوي راپورونه تایید شول. د پانګونې بین الوزارتي کمیټې دې غونډې ته همدا راز د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د دفاع وزارت په ځمکه د تفریحي، ورزشي او سوداګریز کمپلکس د جوړولو طرحه هم د بحث لپاره وړاندې شوه. په غونډه کې تر بحث وروسته دا طرحه دفاع وزارت ته راجع شوه چې  د مالي، تخنیکي او اقتصادي اړخونو له ارزولو وروسته دې خپل راپور د پانګونې له بین الوزارتي کمیټې سره شریک کړي

شریک یی کړی