GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ پنځمه برخه بیاځلې فعاله شوه

د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ پنځمه برخه بیاځلې فعاله شوه

2026-05-21

د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ پنځمه برخه بیاځلې فعاله شوه


د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په بلخ ولایت کې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د پنځمې برخې د بیاځلې فعالېدو پرانیسته وکړه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په هېواد کې د اوسپنې پټلۍ شبکو د پراختیا په برخه کې د ټولګټو وزارت هڅې وستایلې او همداراز یې د ازبیکستان هېواد له همکاریو هم مننه وکړه. هغه زیاته کړه، د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د پخوا په پرتله پياوړې شوې او د پراختیا لپاره یې د بلخ د محترم والي صیب په مشرۍ له اړوندو ادارو څخه ګډه کمېټه ټاکل شوې ده.

د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ پنځمه برخه ۷۰ کیلومتره اوږدوالی، ۳۰ کیلومتره فرعي کرښې، پنځه سټېشنونه او همدارنګه د ۵۰ واګونونو د تخلیې ظرفیت لري. د دې برخې په فعالېدو سره به د سوداګریزو توکو د حجم په زیاتوالي او انتقال کې د پام وړ سهولتونه رامنځته شي.

شریک یی کړی