GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

2026-06-25

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.

دې غونډې ته ۴۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.


له بحث وروسته د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې شوې او په ۲۰ پروژو کې یو لړ اړین تعدیلونه منظور شول.

 همداراز د دوه پروژو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

د دوه پروژو قراردادونه له دې کبله لغوه شول، چې ګټونکي شرکتونه یې د قراردادونو مطابق تطبیق ته چمتو نه وو. دغه شرکتونه له همدې امله د محرومیت کمېټې ته معرفي شول.


په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د بادغیس ولایت د قادس خوردک د اوبو ذخیروي بند، د بغلان ولایت د کېله‌ګي بند د جیوټیکنیکي مطالعاتو او په پکتیکا ولایت کې د ۶۰۰ مټریک ټنه په ظرفیت د سړې خونې د پاتې چارو بشپړول، د امو سیند نفتي حوزې د نفتو د زېرمه کولو لپاره د لس زره ټنه ظرفیت لرونکو تاسیساتو ډیزاین او نصب، د ارزګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې د ۵۰ بستریز عمومي روغتون جوړول، د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د باروړونکو موټرونو لپاره د ترمینل جوړول، د کابل ښار یو شمېر داخلي سړکونو جوړول او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو بشپړول شامل دي.


یادې منظورې شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له بودیجې تمویلېږي.

شریک یی کړی