GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

2026-07-01

د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.

دې غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت اړوند پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحې د ارزونې راپور وړاندې شو.

له ارزونې وروسته، طرحه د تایید وړ وبلل شوه. د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د شاوخوا ۱۱۸ میلیون افغانیو په پانګونې سره شپږ پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړ کړي، چې د اړتیا وړ اسانتیاوې به ولري.


په دې غونډه کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه او د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو هم بحث وشو. دغه طرحې اړوندو وزارتونو ته راجع شوې، څو یې په اړه څېړنه ترسره او راپورونه یې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

شریک یی کړی