GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د (افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې) ترسرلیک لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د (افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې) ترسرلیک لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه

2026-07-01

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د (افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې) ترسرلیک لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د افغانستان د علومو اکاډمي له لوري افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې) ترسرلیک لاندې جوړ شوي علمي او څېړنیز کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دغسې کنفرانسونو د جوړولو د قدرداني ترڅنګ، هغه د هیواد د پرمختګ او ثبات او همدارنګه د سیمې د اړیکو لپاره مهم وبلل.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، په داخلي او سیمه ییز بعد کې د فرصتونو او ننګونو په ګډون د افغانستان اړوند موضوعات باید دقیق وارزول شي او علمي وڅېړل شي او پایلې یې د اسلامي امارت د تصمیم نیولو مرکزونو په اختیار کې ورکړل شي، ترڅو د هغو په اساس له فرصتونو سمه ګټه واخیستل شي او ننګونې حل شي. 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خپلو خبرو په یوه برخه کې د اسلامي امارت مهمو لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او په هیواد کې سوله او ثبات، د ملکو الطوایفي له منځه وړل، د نورو ترڅنګ د سوله ییز ژوند د فرصت رامنځته کېدل، د نشه یي توکو د کښت، سوداګري، قاچاق او استعمال مخنیوی، د معتادینو راټولول او درملنه، د هیواد په اکثره سیمو کې د لویو او کوچنیو پروژو تطبیق، له هیوادونو خصوصا ګاونډیانو سره د متقابل درناوي او د یو بل په چارو کې د نه لاسوهنې په اساس د نېکو اړیکو ټینګول یې د دې لاسته راوړنو له جملې څخه وګڼل. 

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال سیمه ییزې همکارۍ د هیوادونو د اقتصادي ودې او پرمختګ له لاملونو څخه وبللې او وې ویل، د افغان- ټرانس، کاسا یو زر، ټاپي او ټاپ پروژو له بشپړولو سره به افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا د هیوادونو ترمنځ نښلوونکی شي. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي دا مهال د سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره د افغانستان اړیکې په بهترین حالت کې وبللې او زیاته یې کړه، هیوادونه په ځانګړي ډول ګاونډیان باید خپلې اړیکې د متقابل درناوي او د یو بل په چارو کې د نه لاسوهنې په اساس تنظیم کړي او د نورو په چارو کې له لاسوهنې او ځان لوړګڼلو څخه پرهېز وکړي.

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال د نفتو، ګازو او نورو ارزښتناکو کانونو شتون په افغانستان کې د پانګونې له مهمو فرصتونو څخه یو وباله او څرګنده یې کړه، د سمې او موثرې پانګونې په صورت کې د افغانستان کانونه کولای شي په پرمختګ، اقتصادي وده او په هیواد کې د پانګونې زیاتوالي کې مهم رول ولري. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې د سیمې د هیوادونو ترمنځ بې اعتمادي له عمده ننګونو څخه وبلله او وې ویل، د ځینو ګاونډیو ترمنځ بې اعتمادي او کشمکش د هیڅ هیواد په ګټه نه دی او د انساني او اقتصادي سرچینو د ضایع کېدو لامل کېږي او همدارنګه د دواړو لوریو د ناامني، اقتصادي کمزوري او بېکاري لامل کېږي چې د ټولو په زیان ده.

شریک یی کړی