د ریاست الوزراء اداري مرستیال: د اسلامي امارت له واکمني وروسته د صنعت او سوداګرۍ سکتور زیات پیاوړی شوي
2026-07-01
د ریاست الوزراء اداري مرستیال: د اسلامي امارت له واکمني وروسته د صنعت او سوداګرۍ سکتور زیات پیاوړی شوي
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د صنعت او کان اوونۍ پنځم ملي او بین المللي نندارتون کې ګډون او وینا وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په دې مراسمو کې لومړی د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولینو او د افغانستان صنایعو او کانونو خونې رهبري څخه د دې نندارتون د جوړولو له امله د مننې ترڅنګ وویل، افغانستان اوس د صنعت په برخه کې پام وړ پرمختګونه لري چې په ډېرو مواردو کې خودکفایي ته رسېدلی او نن له نېکه مرغه دا لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت له واکمني وروسته په هیواد کې د صنعت او سوداګرۍ صنعت د پیاوړتیا په برخه کې زیات کارونه شوي او په راتلونکي کې هم د صنعتکارانو او ملي تاجرانو بشپړ ملاتړ کوو.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د لارښوونې په اساس په ۲۵ مواردو کې تاجرانو او صنعتکارانو ته اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
نوموړي د رامنځته شویو اسانتیاوو نومونه یاد کړل او وې ویل، له بهر څخه هیواد ته راستانه شوي پانګوال او صنعتکاران چې پانګونه کوي، تر پنځو کالو له هر ډول مالیې څخه معاف دي ، په صنعتي پارکونو کې ورته ځمکه وېشل کېږي او له ځانه سره چې کوم ماشین الات هیواد ته راوړي له هر ډول تعرفې څخه معاف دي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال ټینګار وکړ، موږ کوښښ کوو افغانستان له وارداتي څخه په صادراتي هیواد بدل کړو، ترڅو هم ځوانانو ته زیات شغلي فرصتونه رامنځته شي او هم هیواد د ابادي او پرمختګ لورته سوق شي.
همدارنګه نوموي په هیواد کې د سوداګرۍ او پانګونې رامنځته شویو فرصتونو ته په اشارې وویل، افغانستان د سیمې د هیوادونو لپاره د انرژي او سوداګریزو مالونو د ټرانزیټ او لېږد بهترین مسیر دی، اسلامي امارت د سیمې او ورهاخوا ټولو هیوادونو ته بلنه ورکوي چې په افغانستان کې د کانونو د رااېستلو، د انرژي د تولید او د سرکونو جوړولو په برخو کې پانګونه وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په پای کې وویل، د افغانستان اسلامي امارت واضح پالیسي اختیار کړې او د متقابل درناوي او د یو بل په چارو کې د نه لاسوهنې په اساس له ټولو هیوادونو سره د نېکو او حسنه اړیکو غوښتونکی دی او په دې باور دی چې باید ننګونې د ډیالوګ او تفاهم له لارې حل شي.