GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

اقتصادي کمېسیون د بهرنۍ پانګونې پالیسي تایید کړه

اقتصادي کمېسیون د بهرنۍ پانګونې پالیسي تایید کړه

2026-11-09

اقتصادي کمېسیون د بهرنۍ پانګونې پالیسي تایید کړه


د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۱۷مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د اقتصادي معاونیت په مشرۍ د جوړې شوې کمېټې له لوري (د بهرنۍ پانګونې پالیسي) د بحث لپاره وړاندې او له هراړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون د نظرونو په پام کې نیولو سره تایید شوه.


د دې پالیسۍ موخې په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې د چارو تنظیم، د بهرنۍ پانګونې لپاره د اسانتیاوو، فرصتونو  او مناسب چاپېریال رامنځته کول، په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې د مصؤنیت تأمین او د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره د زمینې برابرول دي.


همدارنګه، په غونډه کې د هېواد په ګمرکونو کې د تجارتي وارداتي شرکتونو د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه هم د تایید وړ وبلل شوه. د دې طرحې د تطبیق په صورت کې به وارداتي تجارتي شرکتونو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.


پورته پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی دفتر ته واستول شوې.

شریک یی کړی