GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

تر دې دمه ۴۰ پوستې او ۴ قرارګاوې فتحه او شاوخوا ۱۵۰ تنه پاکستاني نظامیان وژل شوي دي

تر دې دمه ۴۰ پوستې او ۴ قرارګاوې فتحه او شاوخوا ۱۵۰ تنه پاکستاني نظامیان وژل شوي دي

2026-03-04

تر دې دمه ۴۰ پوستې او ۴ قرارګاوې فتحه او شاوخوا ۱۵۰ تنه پاکستاني نظامیان وژل شوي دي

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال او د ملي دفاع وزارت ویاند، د سه شنبې په ورځ (۱۲ کب ۱۴۰۴) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه ګډه خبري کنفرانس پر مهال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د رد الظلم انتقامي عملیاتو جزییات له رسنیو سره شریک کړل.
 د ملي دفاع وزارت ویاند، محترم عنایت الله خوارزمي په یاد خبري کنفرانسې وویل: د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د هېواد دفاعي ځواکونو د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو او په کندهار، ننګرهار، کونړ، نورستان، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې پراخ تهاجمي او انتقامي عملیات ترسره کړي دي.
ښاغلي خوارزمي زیاته کړه، د دغو عملیاتو په پایله کې د دښمن ۱۳ پوستې د افغان دفاعي ځواکونو لاس ته لوېدلي، چې ۱۰ پوستې د ۲۰۵ البدر قول اردو او ۳ نورې د ۲۰۳ منصوري قول اردو په مربوطاتو کې موقعیت لري.
د ملي دفاع وزارت د ویاند په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دفاعي ځواکونو لخوا په ننګرهار، پروان او لوګر ولایتونو کې درې بې ‌پیلوټه او دوه کشفي ډرون الوتکې هم نسکورې شوي دي.
دغه راز، ښاغلي خوارزمي وویل، چې د یادو عملیاتو پر مهال ۳ تنه مجاهدین شهیدان او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
په همدې ډول، د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال، محترم ملا حمدالله فطرت په یاد خبري کنفرانس کې وویل، چې پاکستاني نظامیانو په وروستیو ورځو کې په دوامداره ډول د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او په کابل، لغمان، ننګرهار، کونړ، خوست، پکتیکا او کندهار ولایتونو کې یې استوګنیزې سیمې، عامه تاسیسات، جوماتونه، مدرسې او د راستنېدونکو کډوالو کمپونه په نښه کړي دي.
د ښاغلي فطرت په وینا، د موجودو شمېرو له مخې، د پاکستاني نظامیانو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د ۶۵ ښځو په ګډون ۱۱۰ تنه ملکي وګړي شهیدان او ۱۲۳ تنه نور، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، ټپیان شوي دي.
محترم فطرت زیاته کړه، چې د پاکستاني نظامیانو په عملیاتو کې عامو خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي، چې له دې جملې ۳۷ استوګنیز کورونه په بشپړ او ۳۱۶ نور قسماً ویجاړ شوي. همدارنګه، یوه مدرسه، یو کلینیک، ۱۲ دوکانونه او ۱۹ جوماتونه، تخریب شوي دي. په همدې ډول د یادو بریدونه له امله ۸۴۰۰ کورنۍ هم له خپلو اصلي مېنو څخه بېځایه شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د رد الظلم عملیاتو له پیله تر دې دمه په ټولیز ډول د پاکستاني نظامیانو ۴۰ پوستې او ۴ قرارګاوې د افغان دفاعي ځواکونو لاس ته لوېدلي، شاوخوا ۱۵۰ تنه پاکستاني نظامیان وژل شوي او څه باندې ۲۰۰ نور ټپیان دي.

شریک یی کړی