GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبر
په ۹ولایتونو کې د راستنو شویو لپاره څه باندې ۲۸ زره جریبه ځمکه تثبیت شوې | اسلامي امارت: د نشه يي توکو کرکېله او قاچاق نږدې صفر ته رسېدلي | د افغانستان اسلامي امارت رئيس الوزراء د ايران اسلامي جمهوریت د بهرنيو چارو وزير سره وکتل
تازه خبر

د رياست الوزراء اداري مرستيال په کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر سره وکتل

د رياست الوزراء اداري مرستيال په کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر سره وکتل

2025-02-22

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د چين ولسي جمهوریت سفیر ښاغلي جاو شېنګ او ورسره پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې، په افغانستان کې د چين ولسي جمهوريت سفير ښاغلي جاو شېنګ په مختلفو برخو کې د دواړو هيوادونو د نيکو اړیکو يادونه وکړه او وې ويل، د چين او افغانستان ترمنځ د ښو اړيکو اويا کاله پوره کيږي او دا د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو ژورتيا ښيي.

نوموړي همداراز د دواړو هيوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې غوړېدو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه، د چين سفارت په وروستي يو کال کې د افغانستان سوداګرو او اتباعو ته ډېرې زياتې ويزې صادرې کړې دي، چې دا پخپله د دوه اړخيزه اړيکو پراختيا او پیاوړتیا ښيي. د چين سفير د ګاونډيو هيوادونو لخوا اخراج شويو افغان کډوالو ته د کورونو جوړولو، د کرنې په برخه کې په ځينو ولايتونو کې د سړو خونو جوړولو، روغتيا، سروې او د افغانستان د کانونو استخراج لپاره د خپل هيواد تياری وښود او وې ويل، له افغانستان سره د چين ولسي جمهوريت همکاري به دوام ولري.

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د چين سفير او ورسره پلاوي سره په لیدنې خوښي وښوده او کډوالو سره د همکاریو او په نړيوالو غونډو کې د افغانستان دريځ د ملاتړ له امله يې له ياد هيواد څخه مننه وکړه.

د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، چين د يو ښه ګاونډي په توګه له ډېر پخوا راهيسې له افغانستان سره سوداګريزې، اقتصادي او سياسي اړيکي لري او په دې موده کې د دواړو هيوادونو ترمنځ يوه کوچنۍ ستونزه هم نه ده رامنځته شوې، بلکې د پياوړتيا او پراختيا لپاره يې هڅه شوې او هيله لرو چې په نږدې راتلونکې کې هم د دواړو هيوادونو اړيکي لا زياتې پراخې او پیاوړې شي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان په مختلفو برخو کې د چين د پانګونې هرکلی وکړ او همداراز د چين دولت څخه يې وغوښتل، چې د برېښنا د توليد او په عصري ماشينري د روغتونونو او روغتيايي مرکزونو د تجهيز په برخو کې هم همکاري وکړي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال د خپلو خبرو پای کې وويل، د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هيوادونو په ځانګړي ډول ګاونډيو سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی او له هغوی څخه هم غواړي، چې له افغانستان سره نيکې اړيکي ولري.#

Share this article