GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د اهل هنودو او سیکانو شورا غړو سره وکتل

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د اهل هنودو او سیکانو شورا غړو سره وکتل

2025-03-15

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان د اهل هنودو او سیکانو شورا غړو سره په ارګ کې وکتل.

په پیل کې، د اهل هنودو او سیکانو شورا حقوقي سلاکار سمیع الله محرابي د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري د اهل هنودو او سیکانو ستونزو او د هغوی د غصب شویو ځمکو د بېرته ستنولو لپاره د پیل شویو اقداماتو ستاینه وکړه او وې ویل، په دې برخه کې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی له ځانګړي پاملرنې دوی ډېر خوښ دي.

دوی د غصب شویو ځمکو د بېرته ستنولو موضوع کې د اهل هنودو او سیکانو د وکالت، د مذهبي اماکنو د بیارغاونې، د نیمه پاتې چارو د بشپړولو او د برېښنا ستونزې د حل په اړه خپل وړاندیزونه شریک او ورته د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د اهل هنودو او سیکانو په استازیتوب منجیت سینګ لامبه د جلال اباد ښار په اوله ناحیه کې د یو تجارتي مارکېټ موضوع هم مطرح کړه او د حل لپاره یې د خپلې شورا په استازیتوب لیکلې عریضه هم د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس سره شریکه کړه.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د یادې شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، افغانستان د ټولو هیوادوالو شریک کور دی او اسلامي امارت د ټولو هیوادوالو د ستونزو حل خپل مسؤلیت بولي.

محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د اهل هنودو او سیکانو شورا غړو ته ډاډ ورکړ، چې په وړاندیزونو به یې غور او غوښتنې به یې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.#

شریک یی کړی