GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبر
په ۹ولایتونو کې د راستنو شویو لپاره څه باندې ۲۸ زره جریبه ځمکه تثبیت شوې | اسلامي امارت: د نشه يي توکو کرکېله او قاچاق نږدې صفر ته رسېدلي | د افغانستان اسلامي امارت رئيس الوزراء د ايران اسلامي جمهوریت د بهرنيو چارو وزير سره وکتل
تازه خبر

د اهل تشیع له یو شمېر علماؤ او مخورو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د اهل تشیع له یو شمېر علماؤ او مخورو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

2025-02-20

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اهل تشیع له یو شمېر علماؤ او مخورو سره وکتل.

د دې کتنې په پیل کې محترم حاجي محمد امیر باذل او محترم سید حیات الله عالمي د نورو په استازولۍ په خپلو خبرو کې د اهل تشیع د اجتماعي وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

دوی وویل، اهل تشیع د اسلامي امارت په اړه مثبت او ښه نظر لري او له اسلامي نظام هراړخیز ملاتړ کوي.

یادو علماؤ او مشرانو د کاري فرصتونو او انکشافي چارو ایجاد ته په اشارې د اسلامي امارت له مسؤلینو وغوښتل چې دغو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له دوی سره پر کتنې خوښي څرګنده کړه وې ویل، د اسلامي امارت مسؤلین، خلکو ته خدمت او د دوی ستونزو ته رسیدګي خپل مسؤلیت او ویاړ ګڼي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خلکو او نظام تر منځ د پیاوړې رابطې په ایجادولو کې د علماؤ او مخورو رول مهم وباله او له دوی یې وغوښتل چې په ذکر شوې برخه کې تر بل هر وخت زیاته هڅه وکړي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه، اسلامي امارت د افغانستان وداني او پرمختګ ته ژمن دی او په عادلانه ډول په ټول هیواد کې د خپل توان مطابق انکشافي برنامې عملي کوي.#

Share this article