GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه

د غصب په وړاندې قاطع اقدام؛ هلمند کې د ځمکې استرداد

د غصب په وړاندې قاطع اقدام؛ هلمند کې د ځمکې استرداد

2025-12-24

د غصب په وړاندې قاطع اقدام؛ هلمند کې د ځمکې استرداد

 

په افغانستان کې د ځمکې غصب یوه اوږدمهاله ستونزه پاتې شوې، چې د خلکو د حقونو ضایع کېدو او د بیت المال د زیان لامل ګرځېدلې ده. له همدې امله، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون هڅې د هېواد د قانون حاکمیت، شفافیت او د خلکو د حقونو د خوندي کولو په برخه کې خورا ارزښتناکه ګڼل کېږي.

وروستۍ لاسته راوړنه په هلمند ولایت کې، د نادعلي ولسوالۍ په اړوند د ۱۸،۲۳۸ جریبه ځمکې تثبیت او تشخیص، او بیا د بیت المال په نوم استرداد ده. دا اقدام نه یوازې د غصب شوې ځمکې د بیرته ترلاسه کولو د پروسې بریا ښيي، بلکې د دولت د جدي ارادې، د ملي مسئولیت د پیاوړتیا او د شفافې څارنې یو څرګند ثبوت هم دی. د یادې ځمکې دقیقې څېړنې او د موجوده اسنادو پر بنسټ تثبیت ښيي چې د قانون د تطبیق لپاره تخصصي، مسلکي او منظمې لارې چارې عملي کېږي.

د هلمند ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون تخنیکي پلاوي هڅې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پام وړ لاسته راوړنې را منځته کړي دي. په تېرو دوو کلونو کې په مرکز لښکرګاه کې ۱،۶۴۵.۵۱ جریبه، باباجي ولسوالۍ کې شاوخوا ۵۱،۰۰۰ جریبه، نادعلي ولسوالۍ لوی مانده سیمه کې شاوخوا ۵۶،۰۰۰ جریبه، مارجې ولسوالۍ کې ۲۶،۵۰۰ جریبه او تازه په نادعلي ولسوالۍ کې ۱۸،۲۳۸ جریبه ځمکه استرداد شوې، چې ټولټال یې ۱۵۳،۳۸۶.۹۶ جریبه ځمکه جوړوي.

یاده ځمکه د نادعلي ولسوالۍ اړوند سیمو کې د موجوده اسنادو او سوابقو پر بنسټ په دقیق ډول تثبیت شوې، چې دا خپله د شفافیت او دقیقې څارنې څرګندونه کوي. په تیرو دوو کلونو کې هم د دغه پلاوي هڅې د پام وړ وې: په مرکز لښکرګاه کې ۱۶۴۵.۵۱ جریبه، باباجي ولسوالۍ کې شاوخوا ۵۱،۰۰۰ جریبه، نادعلي ولسوالۍ لوی مانده سیمه کې شاوخوا ۵۶،۰۰۰ جریبه، مارجې ولسوالۍ کې ۲۶،۵۰۰ جریبه او تازه په نادعلي ولسوالۍ کې ۱۸،۲۳۸.۴۵ جریبه ځمکه استرداد شوې، چې ټولټال یې د ۱۵۳،۳۸۳.۹۶ جریبه ځمکه جوړوي.

د یادولو وړ ده، په تېرو دریو کلونو کې، د یاد کمیسیون د نه ستړې کېدونکو او پرله‌پسې هڅو، دوامدارو څېړنو او جدي تعقیب په پایله کې، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو کې هغه ځمکې چې په تېر وخت کې په ناقانونه ډول غصب شوې وې، بېرته د دولت ملکیت ته راګرځول شوې دي. د دغو هڅو په ترڅ کې، څه د پاسه څلور میلیونه جریبه ځمکه د قانوني لارو، شفافو پروسو او عدلي ارزونو له لارې استراداد شوې ده.

په پای کې، که اراده او تخنیکي وړتیاوې موجودې وي، هېڅ خنډ د عدالت او ملي مسئولیت په لاره کې پاتې کېدونکی نه دی. د نادعلي ولسوالۍ د ځمکې استرداد بریالۍ تجربه موږ ته ښيي چې د بیت المال ساتنه او د خلکو د حقونو خوندي کول یوازې د قانون حاکمیت، شفافې څارنې او دوامدارې هڅو په پایله کې ممکن دي.

 

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

شریک یی کړی