--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

مهم ترین خبرونه
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ﷲ اخندزاده صاحب حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ پیغام | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه | د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه
مهم ترین خبرونه

د چاپېریال ساتنې ملي اداره: د اقلیمي بدلون، قانون جوړونې او عامه پوهاوي په برخه کې مؤثر اقدامات ترسره شوي دي

د چاپېریال ساتنې ملي اداره: د اقلیمي بدلون، قانون جوړونې او عامه پوهاوي په برخه کې مؤثر اقدامات ترسره شوي دي

2025-07-27

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسئولینو د یکشنبې په ورځ (۵ زمری ۱۴۰۴) د حکومت  داطلاعاتو او رسنیو مرکز د امارتي ادارو د یوکلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې د یوې خبري ناستې پر مهال د ۱۴۴۶ کال د فعالیتونو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د چاپېریال ساتنې ملي مسلکي مرستیال، محترم ډاکتر ملا زین العابدین عابد، په دې خبري ناسته کې وویل: په تېر یوه کال کې د اقلیمي بدلون، نړیوالو همکاریو، د قوانینو جوړولو، چاپېریال ساتنې، عامه پوهاوي او د طبیعي میراثونو د خوندیتوب په برخه کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.
ښاغلي عابد زیاته کړه، چې د اقلیمي بدلون د ملي ستراتېژۍ او د ملي مشارکت (NDC) د سندونو بیاکتنه بشپړه شوې او د لومړي ځل لپاره، د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي د اقلیم بدلون په نړیوال کنفرانس (COP29) کې چې په اذربایجان کې جوړ شوی و، ګډون کړی دی.
د مسؤلینو په وینا، د ۴۰ میلیون ډالرو په ټولیز ارزښت، د اقلیمي بدلون برخه کې درې مهمې نړیوالې پروژې د (GEF)، (UNDP)  او (UNIDO) بنسټونو لخوا تایید شوي او همدارنګه له کوچنیو پروژو څخه د ملاتړ نړیوال پروګرام (SGP)   هم بېرته پیل شوی چې د یاد پروګرام  په چوکاټ کې ګڼې چاپېریالي پروژې عملي کېږي.
د ادارې مسئولین زیاتوي، چې په ۱۴۴۶ هجري قمري کال کې، دې ادارې د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو له اړخه ۱۶۵۰ پروژې ارزولي چې له هغې ډلې ۱۱۴۸ سترې پروژې د تخصصي کمېټې لخوا تایید شوي او د هغو اړوند چاپېریالي جواز ورته صادر شوی دی. همدارنګه د چاپېریالي معیارونو د تحقق لپاره ۹ تخصصي لارښودونه ترتیب او نافذ شوي دي.
د واخان، کندز، درقد او نورستان خوندي سیمو کې تخنیکي سروې ترسره شوې او څه باندې ۱۵ زره حیوانات او مرغان د ښکاریانو له منګولو تر ژغورلو وروسته دوباره طبیعت ته ازاد شوي دي. همدارنګه، له نړیوالو کنوانسیونونو سره سم، د وحشي ژویو نړیوالې سوداګرۍ لپاره ۱۶۶ جوازونه صادر شوي او د ښکاري وسلو د وارداتو مخنیوي برخه کې مؤثر اقدامات تر سره شوي دي.
د عامه پوهاوي د لوړېدو برخه کې د علماوو، قومي مشرانو، ښوونځیو او علمي بنسټونو په همکارۍ، د عامه پوهاوي ۱۶۱۳ پروګرامونه او کمپاینونه ترسره شوي، چې شاوخوا ۲۰۰ زره کسان یې په مستقیم او نېږدې ۱۷ میلیونه نور یې په غیر مستقیم ډول تر پوښښ لاندې راغلي دي. همدارنګه د ټولنیزو رسنیو له لارې هم څه باندې ۱۰۳۰۰ پیغامونه، اعلامیې او خبرتیاوې خپرې شوي دي.
د هوا ککړتیا د کمولو برخه کې څه باندې ۲۳ زره فعالیتونه ارزول شوي، ۲۸۳ موارد اصلاح او ۳۰۱ جوازونه صادر شوي دي. همدارنګه په کابل ښار کې د ۱۰۹۵ ودانیو د فاضلاب سیستمونه بررسي او د عامه پوهاوي لپاره ۲۰۰۰ اطلاعیې لګول شوي دي.
د چاپېریالي ککړتیا د کنترول او کمولو د قانون مسوده نهایي او عدلیې وزارت ته استول شوې ده. د وحشي ژویو د نړیوالې سوداګرۍ طرزالعمل بیاکتنه تر سره شوې، د پاک ترانسپورټ پالېسۍ مسوده ترتیب شوې او د تصویب لپاره د اسلامي امارت مشرتابه مقام ته استول شوې ده. همدارنګه د هوا ککړتیا د مخنیوي پنځه کلن پلان وروستی او د ریاست ‌الوزراء مقام ته سپارل شوی دی.
د نړیوالو همکاریو د پراختیا برخه کې تېر کال له نړیوالو کنوانسیونونو او سازمانونو او سمه ییزو بنسټونو سره د اړیکو د ټینګېدو په موخه ګټورې هڅې شوي، چې له مخې یې د ۵۴۸۲۹۵ امریکایي ډالرو په ټولیز ارزښت، له نادولتي موسسو سره، د چاپېریالي پروژو د تطبیق لپاره، شپږ تفاهم ‌لیکونه لاسلیک شوي دي.
کاپ-۳۰ نړیوال کنفرانس ته چمتووالی، په ۱۲ ولایتونو کې له اقلیمي بدلون سره د سازګارۍ پروګرامونو عملي کول، د چاپېریالي پالېسیو ترتیب او تطبیق، له اړوندو بنسټونو سره د همکاریو پراختیا او د پوهاوي ورکولو د فعالیتونو دوام؛ په روان کال کې د دغې ادارې له کاري لومړیتوبونو څخه دي.

شریک یی کړی