د کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ وزارت: د کرنې، مالدارۍ او طبيعي سرچينو د مديريت په برخه کې ګټور فعاليتونه ترسره شوي دي

2025-07-28
د کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ وزارت مسئولینو د دوشنبې په ورځ (۶ زمری ۱۴۰۴) د حکومت داطلاعاتو او رسنیو مرکز د امارتي ادارو د یوکلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې د یوې خبري ناستې پر مهال د ۱۴۴۶ کال د فعالیتونو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال: محترم مولوي صدر اعظم عثماني، په دې خبري ناسته کې وویل: تېر کال د کرنې او مالدارۍ سکتور د پراختیا، د توليداتو ميکانیزه کولو، د طبيعي سرچينو د ساتنې، د اوبو مديريت او د ځمکو د تنظيم په برخه کې له جوړو شویو پلانونو سره سم، ګټور فعاليتونه ترسره شوي دي.
محترم عثماني زیاته کړه، په یادو لاسته راوړنو کې د هېواد په کچه لسګونه مهم پروګرامونه شامل دي، چې د سلګونو زرو کروندګرو او مالدارانو پر ټولنيز او اقتصادي ژوند یې په مستقيم ډول مثبت اغېز کړی دی.
د کرنې وزارت د مسئولينو په وينا، تېر کال یاد وزارت کروندګرو، مالدارانو او خصوصي سکتور ته د مرابحې او مضاربت خدمتونو له لارې د کرنې د پراختیا له صندوق څخه ۱.۴ ميليارده افغانۍ برابرې کړي دي. همدارنګه، د مرکز او ولايتونو په څېړنيزو فارمونو کې د ۴۹۳ څېړنيزو تجربو د تطبیق پایله کې د نباتاتو نوي او مقاوم ډولونه ترلاسه شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د کرنیزو فعالیتونو د لا غوړېدا په موخه، په ۳۴ ولایتونو کې بزګرانو ته څه باندې ۴۳ زره مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سره او د سبو، زعفرانو، پنبې، هنگ او نورو درملیزو بوټو سلګونه ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
د دې وزارت د مسئولینو په وینا، تېر کال له همکارو بنسټونو او خصوصي سکتور سره په همغږۍ، په ټول هېواد کې سلګونه شنې خونې او د مېوو باغونه جوړ شوي، همدارنګه څه باندې ۱۵۰ زره بزګرانو د غلو، نباتي افاتو، د نویو کرنیزو طریقو او د ماشینرۍ د کارونې برخه کې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي دي.
د سړخونو جوړول او بیا رغونه، د څېړنیزو فارمونو تجهیز، د نمایشي قطعاتو جوړول، د اصلاح شويو تخمونو لپاره د سرټیفیکټونو وېش او په څه باندې ۱۱۷ زره هکټاره ځمکه کې د نباتي افتونو کنترول، د وزارت له نورور مهمو پروژو څخه دي.
همدارنګه، دغه وزارت د حیواناتو د نسل اصلاح، لبنیاتو د تولید، د چرګانو، وزو، غواګانو او کبانو د روزنې فارمونو د ترویج لپاره پراخ پروګرامونه تطبیق کړي دي. د دې تر څنګ، څه باندې ۳۰۰ زره غواګانې د مصنوعي القاح له لارې اصلاح او ۳۲۰ زره دوزه منجمد سپرم تولید شوي دي. په همدې ډول څه باندې ۱۶ میلیونه حیوانات واکسین او ۱۰ میلیونه نور تداوي شوي دي.
د کرنې وزارت مسئولین زیاتوي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې د شیدو راټولولو لسګونه مرکزونه، سلګونه حیواني کلینیکونه، د کبانو روزنې فارمونه او د لبنیاتو د تولید مرکزونه تجهیز او فعال شوي، چې دې چارې د حیواني تولیداتو معیاري کېدو او د مالدارانو د عوایدو زیاتېدو ته زمینه برابره کړې ده.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په ۱۲ ولایتونو کې د اوبو لګولو پروژو په تطبیق سره زرګونه هکتاره ځمکه خړوبه کړې ده. همدارنګه، د ځمکلاندې اوبو د تغذیې په موخه، په ۱۰ ولایتونو کې ۱۳۸ چکډېمونه جوړ شوي دي.
په همدې ډول، د طبیعي سرچینو برخه کې، د ۱.۷ میلیونه هکتاره ځنګلونو، ۳۰ میلیونه هکتاره څړځایونو او د بند امیر، واخان او ځاځي اریوب ملي پارکونو په ګډون د ۲۳ ساتلو شویو سیمو مدیریت او ساتنه شوې ده. سربېره پر دې، څه باندې۲۵۰ زره نیالګي تولید شوي او څه باندې ۱۰۰ میلیونه نیالګي او قلمې د نیالګیو کېنولو د کمپاینونو له لارې په ټول هېواد کې اېښودل شوي دي.
تېر کال، نېږدې ۱.۷ میلیونه جریبه امارتي ځمکه د ځمکې په بانک کې ثبت شوې او څه باندې ۹ میلیونه جریبه ځمکه (امارتي، څړځایونه او تر اجارې لاندې ځمکې) د GPS ټکنالوژۍ او GIS سافټویر په مرسته سروې شوي دي. همدارنګه، څه باندې ۱۳۰ زره جریبه ځمکه وزارتونو او دولتي ادارو ته انتقال شوې دي.
د دې تر څنګ، د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښونې له مخې، په ۲۹ ولایتونو کې څه باندې ۸۴ زره هکتاره ځمکه د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره تثبیت شوې او د انتقال بهیر یې هم روان دی. دغه راز، د پانګونې د جذب په موخه، ۲۳۵ پانګوالو ته د څه باندې ۱.۴ میلیارده افغانیو د پانګونې زمینه برابره شوې ده. همدارنګه، د ۱۱۸ ملي او نړیوالو بنسټونو له لوري شاوخوا ۱۹۲ میلیونه ډالر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په پروژو کې لګول شوي دي.