--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

مهم ترین خبرونه
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ﷲ اخندزاده صاحب حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ پیغام | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه | د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه
مهم ترین خبرونه

د سټنډرډ ملي اداره: په ټولیز ډول تر دې دمه، ۹۴۹ سټنډرډونه او شپږ ملي ساختماني کوډونه تدوین شوي دي

د سټنډرډ ملي اداره: په ټولیز ډول تر دې دمه، ۹۴۹ سټنډرډونه او شپږ ملي ساختماني کوډونه تدوین شوي دي

2025-07-22

د سټنډرډ ملي ادارې مسئولینو د سه شنبې په ورځ (۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴) د حکومت  داطلاعاتو او رسنیو مرکز د امارتي ادارو د یوکلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې د یوې خبري ناستې پر مهال د ۱۴۴۶ کال د فعالیتونو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د دغې ادارې تخنیکي مرستیال، محترم مولوي محمد آصف قانت په یاده خبري ناسته کې وویل: د ملي سټنډرډونو د تدوین بهیر د نړیوالو منل شویو اصولو پر بنسټ او د سټنډرډ جوړونې نړیوال سازمان (ISO) له لارښودونو سره سم ترسره کېږي
ښاغلي قانت زیاته کړه، د دغې ادارې تخنیکي کمېټو د فعالیت له پیل څخه تر اوسه پورې په ټولیز ډول، ۹۴۹ سټنډرډونه او شپږ ملي ساختماني کوډونه د افغانستان د جغرافیایي، اقلیمي، چاپېریالي، اقتصادي او کلتوري شرایطو په پام کې نیولو سره ترتیب کړي دي.
د سټنډرډ ملي ادارې د مسئولینو د معلوماتو له مخې، تېر کال، ۶۴ سټنډرډونه او د ازموینې ۱۶۴ طریقې د سټنډرډ عالي شورا لخوا څخه تصویب شوي، د سټنډرډ او ازموینې د طریقې ۲۶۴ جلده مسودې چمتو شوي او ۱۱۲۱ جلده سټنډرډونه او ۱۳۳ جلده ساختماني کوډونه دولتي ادارو او خصوصي سکتور ته وېشل شوي دي.
په نړیوالو همکاریو کې له نړېوالو ورته بنسټونو سره د اړیکو پیاوړتیا او د تجربو تبادلې په موخه مؤثر ګامونه پورته کړي، چې له دې جملې د ایران د سټنډرډ له ملي سازمان او ازبیکستان هېواد سره د تخنیکي همکاریو د تفاهم‌لیک د مسودې ترتیب؛ د اسلامي هېوادونو د سټنډرډ او مترولوژۍ انستیتوت (SMIIC) د مترولوژۍ د کمېټې په کلنۍ ناسته کې فعاله ګډون؛ د سټنډرډ جوړونې نړیوال سازمان (ISO) کې د افغانستان د غړیتوب د تعلیق رفعه کول او له دې ادارې سره د همکاریو پراخول؛ او همداراز، د ودانیزو چارو، چاپېریال، خوړو او کرنیزو محصولاتو په برخو کې له ISO او SMIIC سازمانونو څخه د ۱۲۰ تخنیکي سټنډرډونو ترلاسه کول یادولی شو.
همدارنګه په تېر کال کې د مرکز او ولایتونو په کچه د ۴۰ تولیدي او وارداتي شرکتونو فعالیتونه تر څارنې لاندې نیول شوي او د هېواد په بندرونو کې په ټولیز ډول د ساختماني موادو ۸۳۷۸۵  محمولې د کیفیت کنترول لاندې راغلي، چې له دې ډلې ۵۱ محمولې د سټنډرډ خلاف تثبیت شوي دي. د دې ترڅنګ، د ودانیزو توکو ۳۳۲ نمونې، د نساجۍ توکو ۱۸۴ نمونې او د برېښنایي وسایلو ۱۶۸ نمونې د دغې ادارې لابراتوارونو ته استول شوي او د ازموینو پایلې یې له اړوندو ادارو سره شریکې شوي دي.

په همدې ډول، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د ۹۹۸ ګڼې حکم پر اساس، د هېواد په بېلابېلو بندرونو کې د سټنډرډ جوړونې د تاسیساتو لپاره د پنځه جریبه ځمکې د ځانګړي کولو پروسه روانه ده. همدارنګه د خوست، فراه، ننګرهار، تخار، هرات او پکتیا ولایتونو په بندرونو کې د ځمکې د انتقال پروتوکول لاسلیک شوی او دا بهیر په نورو بندرونو کې هم دوام لري. 
د سټنډرډ جوړونې او مترولوژۍ د قانون وروستي کول، د شپږو کاري طرزالعملونو تدوین، له سیمه‌ییزو او نړیوالو سازمانونو سره د اړیکو پراخول، د سټنډرډ جوړولو او مترولوژۍ برخه کې د علمي څېړنو او مطالعو تر سره کول، د ملي سټنډرډونو د تدوین بهیر ګړندی کول او پر تطبیق یې څارنه؛ په روان کال کې د دې ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

شریک یی کړی