په هرات کې د درملو جوړولو فابریکې له زرو څخه زیات ډولونه درمل تولیدوي
2025-12-03
په هرات کې د درملو جوړولو فابریکې له زرو څخه زیات ډولونه درمل تولیدوي
باختر آژانس: د هرات د صنايعو او کانونو د خونې رئیس او د افغانستان د درمل پلورونکو د اتحادیې مرستیال محمد ناصر امین وايي چې په هرات کې له لسو څخه زیات د درملو جوړولو فابریکې له زرو څخه د زیاتو دواګانو په تولید سره د ناروغانو یوه برخه اړتیاوې پوره کوي.
د هرات یو شمېر د درملو پلورنځيو درلودونکي وایي چې کورني درمل اوس د منلو وړ کیفیت لري او خلک هم ورته د پخوا په پرتله په ډېر باور سره مراجعه کوي. هغوی زیاتوي چې کورني درمل په تدريجي ډول د بهرنیو درملو، په ځانګړي توګه د پاکستاني درملو ځای نیسي او د دې درملو د پلور بازار په هرات کې ورځ تر بلې پراخېږي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې د پاکستاني دواوو د وارداتو لپاره سوداګرو ته درې میاشتې وخت ورکړی، څو خپل حسابونه تصفیه کړي او له هغې وروسته دې د دغه درملو د خرڅلاو څخه ډډه وکړي.