GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل

2026-05-24

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل


د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په بلخ ولایت کې د ازبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل. 

د دې لیدنې پرمهال ازبیک مسوولینو وویل، غواړي په نایب اباد سټېشن کې د یو نیم کیلو متر په اوږدوالي د اوسپنې پتلۍ نوې کرښه او د دې کرښې په اوږدو کې د تخلیې او بارګیرۍ لپاره څو ګدامونه جوړ کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دا هڅه وستایله او د ټولګټو وزارت مسوولینو ته هدایت وکړ، څو یې تخنیکي او ساختماني چارې په ګډه له ازبیک لوري سره پرمخ یوسي. د دې کرښې او ګدامونو په جوړېدو سره به د حیرتان بندر ظرفیت زیات او سوداګرو ته به اسانتیاوې رامنځته شي.

شریک یی کړی