GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

2026-05-24

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې


د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۳۱ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې. 


له بحث وروسته د ۴.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۵ پروژې منظورې شوې او په ۷ پروژو کې بیا یولړ تعدیلونه راغلل. د څلورو پروژو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي. همدا ډول د درېیو پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو یې تدارکاتي پروسه بیاځلې و ارزوي او راپور یې د تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي. همداراز د دوه نورو پروژو په اړه پرېکړه وشوه، چې مقیدې داوطلبۍ ته دې وړاندې شي.


په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د غزني ولایت د زردالو بند د جیوتخنیک مطالعاتو بشپړول، د بلخ ولایت د حیرتان بندر د ۱۴ کیلومتره سړک جوړول، د کابل – لوګر سړک د لومړي لاټ له پای څخه تر سنګ نوشته پورې د سړک جوړول، د فاریاب ولایت په لولاش، د غزني ولایت په اندړو، د دایکنډي ولایت په کجران، د بادغیس ولایت په بالامرغاب، د بامیان ولایت په کهمرد او د خوست ولایت په موسی خېل ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول او همداراز په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي. 


منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

شریک یی کړی