د رسنیو مرکز رهبري پلاوي، د طلوع نیوز او په کابل کې د الجزیرې خبري شبکې له دفترونو څخه لیدنه وکړه
2025-11-30
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني او مل پلاوي یې د یکشنبې په ورځ (۹ لیندۍ ۱۴۰۴) د طلوع نیوز او په کابل کې د الجزیرې خبري شبکې له دفترونو څخه لیدنه وکړه.
په پیل کې د رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري، د لیدنې د موخو او اهدافو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل وې ویل: د رسنیو مرکز رهبرۍ له رسنیو څخه د لیدنو لړۍ پیل کړې، څو اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې له نېږدې څخه د رسنیو ستونزې او مشکلات واوري او د حل لپاره یې مناسبې لارې ولټوي.
وروسته، د رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، خبرې وکړې وې ویل: د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي اصولو په رڼا کې د بیان ازادۍ او رسنیو فعالیت ته ژمن دی او په دوامداره ډول هڅه کوي، چې په هېواد کې د رسنیزو فعالیتونو لمن لا ښه وغوړېږي، څو له دې لارې د نظام کړنې او لاسته راوړنې تر خلکو او د خلکو غوښتنې د نظام تر مسئولینو پورې ورسېږي.
د ښاغلي حقاني په وینا، د رسنیو مرکز په هڅو د امارتي ادارو، کورنیو او بهرنیو رسنیو ترمنځ د همکارۍ او تعامل کچه پراخه شوې او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د خبریالانو ستونزې تر ډېره بریده هوارې شوي دي.
ښاغلي حقاني، د طلوع نیوز او په کابل کې د الجزیرې خبري شبکې له مسئولینو غوښتنه وکړه، چې پخپلو راپورونو او خبرونو کې حقایق خپاره کړي څو د افغانستان اصلي تصویر تر نړیوالو ورسېږي.
دغه راز، د طلوع نیوز مسئول، محترم فریدالله محمدي او په کابل کې د الجزیرې خبري شبکې د دفتر مسئول، محترم حمیدالله محمد شاه، د رسنیو مرکز رئیس او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د خپلو رسنیو د رسنیزو فعالیتونو په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل.
هغوی، د دوه اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا په موخه، له رسنیو څخه د رسنیو مرکز رهبرۍ د لیدنې ستاینه وکړه او دغه چاره یې د مرکز او رسنیو ترمنځ د تعامل کچې لوړولو برخه کې ښه اقدام وباله.
همدارنګه، دیادو رسنیو مسئولینو اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د یو شمېر ستونزو یادونه وکړه او د رسنیو له مرکز څخه یې وغوښتل چې د حل په برخه کې یې همکاري وکړي.
په پای کې دواړو لوریو د ورته ناستو او تعامل کچې پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.