د رسنیو مرکز رئیس، د پژواک خبري اژانس او سلام وطندار راډیو له دفترونو څخه لیدنه وکړه
2025-12-02
د رسنیو مرکز رئیس، د پژواک خبري اژانس او سلام وطندار راډیو له دفترونو څخه لیدنه وکړه
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، د سه شنبې په ورځ (۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴) د پژواک خبري اژانس او سلام وطندار راډیو له دفترونو څخه لیدنه وکړه.
لومړی محترم حقاني، پخپلو خبرو کې په ننني عصر کې د رسنیو اهمیت ته په اشارې وویل: رسنۍ د کره او دقیقو معلوماتو په خپرولو سره د عامه افکارو په روښانولو او مدیریت کې مهم رول لوبوي.
محترم حقاني زیاته کړه، رسنۍ کولی شي چې د نظام لاسته راوړنې په ښه ډول له ولس سره شریکې کړي څو له دې لارې ولس په هره برخه کې د نظام له فعالیتونو او لاسته راوړنو خبر او پر نظام د خلکو باور زیات شي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رئیس په وینا، د رسنیو مرکز تل هڅه کړې چې په هېواد کې رسنیز فعالیتونه پیاوړي، د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ کچه پراخه او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د خبریالانو ستونزو ته په وخت رسېدنه وشي.
ورپسې، د پژواک خبري اژانس مسئول، محترم عبدالقدیر منصف او د سلام وطندار راډیو مسئول، محترم نور محمد هاشمي، د رسنیو مرکز رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ؛ د دوه اړخیزې همکارۍ پیاوړتیا او ستونزو د حل په موخه، له رسنیو څخه د رسنیو مرکز د لیدنې اقدام ستاینه او هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه چې دا لړۍ دې روانه وساتل شي.
دغه راز، هغوی اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د ځینو شته ستونزو یادونه هم وکړه او د رسنیو مرکز له رهبرۍ یې غوښتنه وکړه چې د حل په برخه کې یې مرسته او همکاري وکړي.
په پای کې دواړو لوریو په اړوندو برخو کې د متقابلې همکارۍ او همغږۍ پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.