د رسنیو مرکز رهبري پلاوي، له پیګرد خبري اژانس او چنار راډیو څخه لیدنه وکړه
2025-12-22
د رسنیو مرکز رهبري پلاوي، له پیګرد خبري اژانس او چنار راډیو څخه لیدنه وکړه
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني او مل پلاوي یې، د دوشنبې په ورځ (۱ مرغومی ۱۴۰۴) له پیګرد خبري اژانس او چنار راډیو څخه لیدنه وکړه.
په پیل کې د رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري، د لیدنې د موخو او اهدافو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ، د امارتي ادارو د لاسته راوړنو او فعالیتونو د انعکاس برخه کې د رسنیو له دوامدارې همکارۍ څخه مننه وکړه او د ادارو او رسنیو ترمنځ یې پر لا ښې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ څو له دې لارې د ادارو کړنو او لاسته راوړنو د پراخ انعکاس لپاره لا ښه زمینه برابره شي.
وروسته، د رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، خبرې وکړې وې ویل: د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي اصولو په رڼا کې د بیان ازادۍ او رسنیو فعالیت ته ژمن دی او په دوامداره ډول هڅه کوي، چې په هېواد کې د رسنیزو فعالیتونو لمن لا ښه وغوړېږي، څو له دې لارې د نظام کړنې او لاسته راوړنې تر خلکو او د خلکو غوښتنې د نظام تر مسئولینو پورې ورسېږي.
د ښاغلي حقاني په وینا، د رسنیو مرکز په هڅو د امارتي ادارو، کورنیو او بهرنیو رسنیو ترمنځ د همکارۍ او تعامل کچه پراخه شوې او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د خبریالانو ستونزې تر ډېره بریده هوارې شوي دي.
ښاغلي حقاني، د پیګرد خبري اژانس او چنار راډیو له مسئولینو غوښتنه وکړه، چې پخپلو راپورونو او خبرونو کې حقایق خپاره کړي څو د افغانستان اصلي تصویر تر نړیوالو ورسېږي.
دغه راز، د پیګرد خبري اژانس مسئول، احمد جاوید نیازي او د چنار راډیو مسئول، محترم سباوون مهیدي، د رسنیو مرکز رئیس او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د خپلو رسنیو د رسنیزو فعالیتونو په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل.
هغوی، د دوه اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا په موخه، له رسنیو څخه د رسنیو مرکز رهبرۍ د لیدنې ستاینه وکړه او دغه چاره یې د مرکز او رسنیو ترمنځ د تعامل کچې لوړولو برخه کې ښه اقدام وباله.
همدارنګه، دیادو رسنیو مسئولینو اطلاعاتو ته لاسرسي په تړاو د رسنیو مرکز لخوا په دغه مرکز کې د ویندویانو او رسنیو ناستې ګټورې وبللې وې ویل، چې له ویندویانو او مسئولینو سره دا ډول ناستې دې دوامداره شي.
په پای کې د رسنیو مرکز رهبرۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي او نورو اړوندو برخو کې د خپلې بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.