--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

مهم ترین خبرونه
مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه | د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه
مهم ترین خبرونه

د ا.ا.ا د ویاند، محترم مولوي ذبیح الله مجاهد خبري کنفرانس- په ژوندۍ بڼه

د ا.ا.ا د ویاند، محترم مولوي ذبیح الله مجاهد خبري کنفرانس- په ژوندۍ بڼه

2025-10-12

د افغانستان اسلامي امارت ویاند، محترم مولوي ذبیح‌الله مجاهد، په یوه خبري ناسته کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، رسنیو ته د هېواد د رسمي پولو او فرضي کرښه د امنیت، وضعیت او د یو شمېر اقداماتو په اړه معلومات وړاندې کړل.
په دې ناسته کې محترم مولوي ذبیح الله مجاهد وویل چې د افغانستان ټولې رسمي پولې او فرضي کرښه تر بشپړ کنټرول لاندې دي او د غیر قانوني کړنو مخنیوی شوی دی. د ملي دفاع وزارت د خپلو امکاناتو په کارولو سره هڅه کوي چې د ټولو پولو پوښښ لا پیاوړی کړي او دې موخې ته د رسېدو لپاره ځانګړي اقدامات ترسره شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان امنیتي وضعیت ډاډمن دی، په تېرو اتو میاشتو کې کومه جدي امنیتي پېښه نه ده شوې، او د ګاونډیو هېوادونو لخوا ترسره شوي بریدونه ټول ځواب شوي دي. 
ښاغلي مجاهد له هېوادوالو وغوښتل چې د مغرضو کړیو د پروپاګند تر تاثیر لاندې رانشي او ډاډه اوسې چې افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي شریعت، د خلکو د علیا مصالحو او ملي ګټو په رڼا کې ښه تعامل لري، او دا درک رامنځته شوی چې د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري.
د اسلامي امارت ویاند وايي چې د افغانستان په ګاونډ کې یوه ځانګړې ډله؛ چې د پاکستان په پوځ کې نفوذ لري، د افغانستان د ښه امنیت او پرمختګ په وړاندې ناخوښه ده، پر افغانانو دسیسې جوړوي او په نړيوالو پلیټفورمونو کې د اسلامي امارت او افغانستان په اړه پروپاګند او منفي تبلیغات کوي. 
د ښاغلي مجاهد په وینا، کره معلومات ښيي، چې د ۲۰۲۵ کال په فبروري میاشت کې د بلوچستان په مستونګ کې د داعش پر پټنځایونو په برید کې شاوخوا ۳۰ داعشي عناصر وژل شوي، چې پکې څو خارجي اتباع او اروپایي پاسپورټ لرونکي کسان هم شامل وو. راپورونه ښيي چې اروپایي اتباع دلته روزل شوي او بیا بهر ته د بریدونو لپاره استول شوي، او دغه ډلې لا هم په هماغه مراکزو کې فعالې دي.
نوموړي زیاته کړه چې د داعش خراسان ځینې مهم مشران د پاکستان په خاوره کې موجوړ او پټ دي، او د افغانستان اسلامي امارت په جدي توګه غوښتنه کوي چې دا اشخاص یا اسلامي امارت ته وسپارل شي او یا دې د پاکستان حکومت له خپلې خاورې څخه وباسي.
په پای کې مولوي ذبیح‌الله مجاهد خبرداری ورکړ چې که پاکستان له منفي چلند او د افغانستان د حریم د نقض کولو څخه لاس وانخلي، دغه کړنې به په طبیعي ډول منفي او نا مطلوبې پایلې ولري.#

شریک یی کړی