--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه
تازه خبرونه

د رياست الوزراء اداري مرستيال د کابل اوسېدونکو سره د معروفاتو اقامې او د منکراتو مخنيوي د همغږۍ په غونډه کې ګډون او وينا وکړه

د رياست الوزراء اداري مرستيال د کابل اوسېدونکو سره د معروفاتو اقامې او د منکراتو مخنيوي د همغږۍ په غونډه کې ګډون او وينا وکړه

2025-11-24

 

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت له لوري د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنيوي په تړاو د همغږۍ جوړه شوې غونډه کې ګډون او وينا وکړه.

په دې مراسمو کې لومړی د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل، په يوه اسلامي ټولنه کې د معروفاتو اقامه، د منکراتو مخنيوی او د شکايتونو اورېدل ځانګړی اهميت لري او د اسلامي نظام له اساسي اهدافو څخه ګڼل کېږي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي زياته کړه، الحمدلله د اشغالګرو پر وړاندې د مبارزې دوره پایته ورسېده او اوس د اسلامي نظام د حاکمیت او ساتنې وخت دی، چې لازمه ده مسئولین همدې امر ته په پام هڅه وکړي، ترڅو په هيواد کې اسلامي نظام پياوړی او د ملت ټول حقوق تأمين شي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت مسئولینو ته په خطاب کې وويل، ستاسو په اوږو دروند مسئولیت پروت دی او د معروفاتو د اقامې او د منکراتو مخنيوي په موخه لا زياته هڅه او له خلکو سره نېک چلند وکړئ.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اوږدو جګړو له امله هيواد ته اوښتو زيانونو ته په اشارې زياته کړه، په افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکميت سره امنيت په بشپړ ډول تأمين شوی، اداري فساد ختم شوی او په ټول هيواد کې  انکشافي پروژې د تطبيق په حال کې دي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال له ګاونډيو هيوادونو څخه د کډوالو د ستنېدو مسئلې ته په اشارې وويل، ټول کډوال د خپل دين، ناموس او حیثیت د ساتنې لپاره ګاونډيو هيوادونو ته تللي، خو متأسفانه د قانوني اسنادو لرلو باوجود اخراجېږي، خو د افغانستان اسلامي امارت د يو ځانګړي کمېسيون جوړولو له لارې د کډوالو د ستنېدو مسئلې مديريت او کنټرول لپاره لازم اقدامات ترسره کړل او اوس ستانه شوي هيوادوال ټول په ابرومندانه ډول په خپل هيواد کې ژوند کوي.

شریک یی کړی