--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه
تازه خبرونه

د رياست الوزراء اداري مرستيال په افغانستان کې د ترکیې سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه

د رياست الوزراء اداري مرستيال په افغانستان کې د ترکیې سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه

2025-11-25

  •  
  • د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ترکیې سفیر  محترم جنک اونال او مل پلاوي سره د مخه ښې کتنه وکړه.
  •  
  • په دې کتنه کې لومړی د ترکیې سفیر محترم جنک اونال د خپل ډیپلوماتیک ماموریت پرمهال د افغانستان اسلامي امارت د همکاري مننه وکړه او په افغانستان کې دوه کلن ماموریت یې د ځان لپاره ویاړ وباله.
  •  
  • وروسته نوموړي د ترکیې او افغانستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراختیا کې د خپلو کوښښونو یادونه وکړه او وې ویل، د دواړو لوریو د ګټو تامین زما له کاري لومړیتوبونو څخه و چې په دې برخه کې مو پرمختګونه لرل.
  •  
  • د ترکیې سفیر همدارنګه د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزو اړیکو ته اشاره وکړه او وې ویل، ترکیې ته د افغانستان د سوداګریزو مالونو د لېږد او د ټرانسپورتي لارو د رامنځته کولو په اړه هڅې شوې دي.
  •  
  • د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ترکیې سفیر  محترم جنک اونال سره په کتنه خوښي څرګنده کړه او د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا کې یې د نوموړي د کوښښونو قدرداني او په راتلونکو ماموریتونو کې یې د بریا هیله ورته وکړه.
  •  
  • د رياست الوزراء اداري مرستيال زیاته کړه،افغانستان او ترکیه زیات مشترکات لري او تل یې د دوو ملګرو او وروڼو هیوادونو په توګه عمل کړی.
  • محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د  افغانستان اسلامي امارت په بېلابېلو له هغې جملې سیاسي، اقتصادي، روغتیایي او فرهنگي برخو کې د دواړو لوریو د اړیکو د لازیاتې پراختیا غوښتوتکی او هیله من دی چې د سوداګریزو او روغتیایي ویزو د اسانتیا په برخه کې اقدامات وشي.

شریک یی کړی