--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه
تازه خبرونه

د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

2025-12-01

د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني د دوشنبې په ورځ (۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴) په کابل کې د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو له مسئول او د دې ادارې د بشري حقونو د څانګې له مرستیال سره، پخپل کاري دفتر کې وکتل.
په پیل کې محترم حقاني، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د دې ادارې د بشري حقونو د څانګې مرستیال ته د ښه راغلاست تر څنګ؛ د رسنیو مرکز د جوړښت او فعالیتونو په تړاو تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي حقاني وویل: اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د رسنیو د فعالیت او بیان د ازادۍ ملاتړ کوي او په دې برخه کې یې دوامداره هڅې کړي دي.
دغه راز، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس زیاته کړه، د رسنیو مرکز د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د یوه ارتباطي پله په توګه تل هڅه کړې چې په هېواد کې رسنیز فعالیتونه پیاوړي، د امارتي اداور او رسنیو ترمنځ د همکارۍ او تعامل کچه پراخه او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د خبریالانو ستونزو ته په وخت رسېدنه وشي.
په همدې ډول محترم حقاني، د یوناما د یادو څانګو له مسئولینو غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په تړاو پخپل راپور کې حقایق او تعادل په پام کې ونیسي او د رسنیو وضعیت هغسې انځور کړي لکه څنګه چې دی، څو د رسنیو د وضعیت حقیقي تصویر تر نړیوالو پورې ورسېږي. 
دغه راز، په کابل کې د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول، ښاغلي سټيفن سمېټ او د دې ادارې د بشري حقونو د څانګې مرستیال، ښاغلي جان لوکا سیګا بټل، هم پخپل وار خبرې وکړې او د رسنیو مرکز له رهبرۍ څخه د دې لیدنې له امله مننه وکړه. 
هغوی پخپلو خبرو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي، رسنیو سره د اړیکو، د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د تعامل او همغږۍ او د اطلاع رسونې بهیر د ښه والي برخه کې د رسنیو مرکز د فعالیتونو ستاینه وکړه. 
په پای کې د یوناما یادو چارواکو د رسنیو مرکز له رهبرۍ سره دا ناسته ګټوره وبلله او د ورته ناستو پر دوام یې ټینګار وکړ.

شریک یی کړی