په پنجشیر کې د پاکو اوبو پنځه شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
2025-12-03
په پنجشیر کې د پاکو اوبو پنځه شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
باختر آژانس: د پنجشیر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست اعلان کړی چې په دې ولایت کې د څښاک د پاکو اوبو پنځه پروژې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د پنجشیر والي، محترم الحاج حافظ محمد آغا حکیم، د دغو پروژو پرانېستل یو مهم پرمختګ بللی او ویلي یې دي چې د دې پروژو په پلي کېدو سره د زرګونو کورنیو د پاکو اوبو اړتیاوې پوره شوې دي.
د پنجشیر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسئولین وايي چې دغه پروژې د آغا خان بنسټ په همکارۍ په حصه اول، پریان او مرکز (بازارک) ولسوالیو کې د ټولټال ۱۱۹ زره او ۸۶۷ ډالرو په لګښت عملي شوې دي. د دوی په وینا، له دغو پروژو څخه د شلو کلیو زرګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.
د سیمې اوسېدونکو هم د پروژو له بشپړېدو هرکلی کړی او دا یې د خپلو ورځنیو اړتیاوو او ژوند د ښهوالي لپاره یو مهم پرمختګ بللی دی.