GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه

د ریاست الوزراء اداري مرستیال   د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د ریاست الوزراء اداري مرستیال   د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ لوړپوړي پلاوي سره وکتل

2025-12-17

د ریاست الوزراء اداري مرستیال   د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ لوړپوړي پلاوي سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر ښاغلي بقیت صدیقوف  په مشرۍ د یاد هیواد لوړپوړي پلاوي سره وکتل
په دې کتنه کې لومړی ښاغلي بقیت صدیقوف د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو فعالول د خپل سفر موخه وبلله او وې ویل، د هیواد یو شمېر تاجران او پانګوال هم ورسره افغانستان ته راغلي او په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې غوښتونکي دي. 
نوموړي په کابل کې د قرغزستان د سوداګریز مرکز د پرانیستې یادونه وکړه او د دواړو لوریو په سوداګرۍ کې د افغانستان اسلامي امارت په لېوالتیا او په دې برخه کې د مسئولینو په همکاري یې خوښي څرګنده کړه. 
د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر له افغانانو سره د خپل هیواد د انسان دوستانه مرستو د ادامې ډاډ ورکړ او وې ویل، هیواد یې لېواله دی چې د الکترونیکي حکومتولۍ، د ارزښتناکو اسنادو چاپ، د بانکي اړیکو رامنځته کولو او د الکترونیکي تادیو په برخو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي او همدارنګه د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پراختیا د دواړو هیوادونو ترمنځ د ملګرتیا مهم عامل بولي. 
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم  مولوي عبدالسلام حنفي، ښاغلي بقیت صدیقوف او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، افغانستان او قرغزستان دیني، تاریخي او فرهنګي مشترکات لري او د دې دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا د دواړو لوریو ژوره ملګرتیا ښیي. 
د ریاست الوزراء اداري مرستیال له افغانستان سره د قرغزستان د انسان دوستانه مرستو څخه په قدرداني وویل، د افغانستان اسلامي امارت له قرغزستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او د ادارو د الکترونیکي کېدو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د بانکي چینلونو رامنځته کول اړین بولي. 
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هیوادونو سره د متقابل درناوي په اساس د ولاړو نېکو اړیکو غوښتونکی دی او هیڅ فرد یا ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د دې هیواد له خاورې څخه د نورو هیوادونو د امنیت په ضد ګټه واخلي.

شریک یی کړی