GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، د ایران د رسنیزو فعالانو له پلاوي سره وکتل

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، د ایران د رسنیزو فعالانو له پلاوي سره وکتل

2026-01-04

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، د ایران د رسنیزو فعالانو له پلاوي سره وکتل

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، د یکشنبې په ورځ (۱۴ مرغومی ۱۴۰۴) د ایران د رسنیزو فعالانو له پلاوي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.
په پیل کې محترم حقاني، یاد پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د کاري ساحې او فعالیتونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
محترم حقاني وویل: د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د امارتي ادارو، کورنیو او بهرنیو رسنیو ترمنځ د یوه ارتباطي پله په توګه دنده تر سره کوي او تل یې هڅه کړې چې په هېواد کې رسنیز فعالیتونه پیاوړي، د امارتي اداور او رسنیو ترمنځ د متقابلې همکارۍ کچه پراخه او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د خبریالانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.
همداراز، محترم حقاني په اوسني عصر کې د رسنیو اهمیت ته په اشارې زیاته کړه، چې رسنۍ کولای شي د کره او باوري معلوماتو د خپرولو له لارې د ملتونو ترمنځ د عامه پوهاوي زیاتولو او د منفي تبلیغاتو د مخنیوي برخه کې مهم رول ولوبوي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د رسنیزو اړیکو د پراختیا، په رسنیز ډګر کې د تجربو شریکولو او ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
په همدې ډول، د ایران د رسنیزو فعالانو پلاوي د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له رئیس سره لیدنه ګټور وبلله او اطلاعاتو ته د لاسرسي، د ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا او اطلاع رسونې بهیر د چټکتیا برخه کې یې د رسنیو مرکز هڅې اغېزناکه وبللې. 
دغه راز، یاد پلاوي په رسنیز ډګر کې د دواړو لوریو ترمنځ همغږۍ مهمه وبلله او د رسنیو له مرکز سره یې د همکاریو زیاتولو، روزنیزو پروګرامونو او تخنیکي تجربو شریکولو برخه کې خپل چمتووالی په ډاګه کړ.
د ناستې په پای کې دواړو لورو د دوامداره اړیکو، ښې همغږۍ او عملي همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ او دا ډول لیدنې یې د رسنیز تعامل د پیاوړتیا لپاره مهمې وبللې.

شریک یی کړی