GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه

د پراختیا او خدماتو سکتور د ویندویانو او رسنیو مسئولینو د همغږۍ ناسته تر سره شوه

د پراختیا او خدماتو سکتور د ویندویانو او رسنیو مسئولینو د همغږۍ ناسته تر سره شوه

2026-01-11

د پراختیا او خدماتو سکتور د ویندویانو او رسنیو مسئولینو د همغږۍ ناسته تر سره شوه

د پراختیا او خدماتو سکتور د ویندویانو، کورنیو او بهرنیو رسنیو مسئولینو او خبریالانو د همغږۍ ناسته، د یکشنبې په ورځ (۲۱ مرغومی ۱۴۰۴) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې تر سره شوه.
د پراختیا او خدماتو سکتور کې د مالیې، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کلیو بیارغونې او پراختیا، ټولګټو، کور او ښار جوړولو، کانونو او پترولېم، ترانسپورټ او هوایي چلند، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو او عامې روغتیا وزارتونه، د افغانستان بانک، د امارتي شرکتونو لوی ریاست، د معیار او کیفیت اداره، کابل ښاروالي او د افغاني سرې میاشتې ټولنه، شامل دي.
په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ؛ د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
محترم حقاني وویل: د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د یوه ارتباطي پله په توګه تل هڅه کوي، چې په رسنیز او اطلاعاتي ډګر کې د دواړو لوریو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ کچه لوړه او په دې برخه کې موجودو ستونزو ته په ګډه حللاره پیدا کړي.
ښاغلي حقاني زیاته کړه، اسلامي امارت په هره برخه کې ښې لاسته راوړنې لري، چې د دې لاسته راوړنو د لا ښه انعکاس په موخه، د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پیاوړتیا اړینه ده او مونږ هڅه کوو چې د ویندویانو او رسنیو مسئولینو ترمنځ د همغږۍ ناستو په جوړولو سره، له یوې خوا اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د رسنیو ستونزې هوارې او له بلې خوا د نظام د لاسته راوړنو انعکاس ته لا ښه زمینه برابره شي.
وروسته د رسنیو مسئولینو او خبریالانو په خپل وار سره ویناوې وکړې او د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ او تعامل کچې پیاوړتیا په موخه یې د رسنیو مرکز لخوا د داسې ناستو جوړول یو ښه او پر ځای اقدام وباله.
د رسنیو مسئولینو او خبریالانو اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د ځینو ستونزو یادونه وکړه او د ستونزو د حل لپاره یې خپل نظرونه او وړاندیزونه د رسنیو مرکز له رهبرۍ او ویندویانو سره شریک کړل.
دغه راز، د پراختیا او خدماتو سکتور ویندویانو او مطبوعاتي مسئولینو هم په خپل وار سره خبرې وکړې او د رسنیو مرکز له رهبرۍ یې مننه وکړه چې د ویندویانو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا برخه کې اغېزناکه هڅې کوي. 
د یادو ادارو ویندویانو وویل، چې د لاسته راوړنو د انعکاس، اطلاعاتو ته د لاسرسي او رسنیو سره د دوه اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا برخه کې به بشپړه هڅه وکړي څو په دې برخه کې شته ستونزې هوارې او د اطلاعاتو شریکولو بهیر چټک شي.
په پای کې، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري، د غونډې جمع بندي تر سره کړه او له دواړو لوریو څخه یې وغوښتل چې د امارتي ادارو د لاسته راوړنو د ښه انعکاس لپاره اړین فرصتونه برابر، اطلاعاتو ته د لاسرسي سطحه لوړه او تعامل لاپسې پراخ کړي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په دې وروستیو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د ځینو شته ستونزو د حل او امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ د لا پیاوړتیا په موخه، د ویندویانو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ ناستو لړۍ پیل کړې او هڅه یې دا ده چې د دواړو لوریو ترمنځ همکاري او تعامل لا پیاوړی کړي.

شریک یی کړی