GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، د رسنیزو بنسټونو له مسئولینو سره وکتل

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، د رسنیزو بنسټونو له مسئولینو سره وکتل

2026-01-13

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، د رسنیزو بنسټونو له مسئولینو سره وکتل

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، د سه شنبې په ورځ (۲۳ مرغومی۱۴۰۴) د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو اتحادیې، د افغانستان د ژورنالېستانو اتحادیې، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې، د خبریالانو او ژورنالېستانو اتحادیې، د خبریالانو ملي کور او د ژورنالېستانو د همغږۍ مرکز له مسئولینو سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.
په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، د رسنیزو بنسټونو مسئولینو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د رسنیو، رسنیزو بنسټونو او امارتي ادارو ترمنځ همکاري او همغږي اړینه وبلله او د دوی ترمنځ یې د همکارۍ پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.
محترم حقاني وویل: رسنیز بنسټونه باید د اطلاع رسونې بهیر د چټکتیا، کره اطلاعاتو ته پر وخت د لاسرسي، د خبریالانو او رسنیو ستونزو ته د رسېدنې او نورو اړوندو برخو کې د رسنیو مرکز او رسنیو سره په ګډه کار وکړي.
ښاغلي حقاني په ټولنه کې د رسنیو رول مهم وباله وې ویل، رسنۍ کولی شي، چې د کره او ریښتینو معلوماتو په خپرولو سره، عامه اذهان مدیریت او د ولس او حکومت ترمنځ واټن کم کړي.
ورپسې، د یادو رسنیزو بنسټونو مسئولینو پخپلو خبرو کې، اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د رسنیو مرکز هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې د مرکز د هڅو له برکته تر ډېره بریده شته ستونزې هوارې شوي دي.
همدارنګه هغوی، د رسنیو او خبریالانو د کار پر وړاندې د ځینو شته ستونزو یادونه وکړه او د رسنیو له مرکز څخه یې وغوښتل چې د حل په برخه کې یې مرسته وکړي.
په پای کې محترم حقاني د رسنیزو بنسټونو مسئولینو ته ډاډ ورکړ چې د رسنیو مرکز به کوښښ وکړي څو د ګډو هڅو په ترسره کولو سره، پر یو شمېر داسې اغېزناکو طرحو او برنامو کار وکړي چې په ترڅ کې یې د رسنیو او حکومت ترمنځ د همکارۍ فضا لا پیاوړې او غښتلې شي.

شریک یی کړی