GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

بلخ ولایت ته د رياست الوزراء اداري مرستيال سفر

بلخ ولایت ته د رياست الوزراء اداري مرستيال سفر

2026-01-25

بلخ ولایت ته د رياست الوزراء اداري مرستيال سفر
 
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون د یو پلاوي په مشري بلخ ولایت ته سفر وکړ.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي چې د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزیر محترم مولوی عطاءالله عمري، د علماوو د شورا رئیس او د بلخ ولایت محلي مسئولینو یې ملتیا کوله، د مراسمو په لړ کې د بلخ ولایت مهاجرینو ته د مرستو د وېش بهیر پرانیست.

دا مرستې د عالیقدر امير المؤمنين شيخ القرآن والحدیث مولوی هبة الله آخندزاده حفظه الله تعالی د لارښوونې په اساس د مهاجرینو چارو ته د رسیدګي عالي کمېسیون له لارې د مستحقو مهاجرینو وضعیت ته د رسېدنې لپاره وېشل کېږي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي له ټولو هیوادوالو وغوښتل چې راستنېدونکو او نورو مستحقو هیوادوالو ته په سوړ ژمي کې د خپل توان په اندازه مرسته او همکاري وکړي، ترڅو د هغوی ستونزې او تکلیفونه یو اندازه کمې شي.

د یادونې وړ ده چې د یادو مرستو بهیر په هر ولایت کې د ۲۲۰۰ مهاجرینو مستحقو کورنیو ته په پام کې نیول شوی چې پراساس یې د هر مهاجر کورنۍ ته ۲۵۰ کیلوگرامه غنم  او ۵۰۰۰ پنځه زره افغانۍ نغدې مرستې وېشل کېږي.

شریک یی کړی