GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د جوزجان ولایت یو شمېر علماوو، متنفذینو او تاجرانو سره وکتل

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د جوزجان ولایت یو شمېر علماوو، متنفذینو او تاجرانو سره وکتل

2026-01-28

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د جوزجان ولایت یو شمېر علماوو، متنفذینو او تاجرانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي جوزجان ولایت ته د سفر په جریان کې  نن له غرمې مخکې د یاد ولایت له یو شمېر علماوو، متنفذینو او تاجرانو سره وکتل. 

په دې کتنه کې چې د جوزجان والي مولوي عبدالله سرحدي او نورو سیمه ییزو مسئولینو هم حضور درلود، په پیل کې یادو علماوو، متنفذینو او تاجرانو د دې ولایت د کلي وضعیت په اړه خبرې وکړې او د امنیت د تامین او خلکو ته د خدماتو برابرولو په برخه کې یې د مسئولینوهڅې وستایلې. 
هغوی د اسلامي امارت په لاسته راوړنو او فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او همدارنګه یې د دې ولایت په مختلفو برخو کې د پراختیايي پروژو تطبیق او د ښوونیزو او روغتیایي مرکزونو جوړولو ته د مسئولینو د پاملرنې غوښتنه وکړه. 
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه خوښي څرګنده کړه او وې ویل، د هیوادوالو د ستونزو حل او د ټولنیزې هوساینې برابرول د اسلامي امارت له اساسي مسئولیتونو څخه دي او مسئولین له ځنډ پرته په دې برخه کې کوښښ کوي. 
د ریاست الوزراء اداري مرستیال  زیاته کړه، اسلامي امارت په ټولو په ځانګړې توګه د پراختیایي چارو، ښوونې او روزنې او روغتیا  برخو ته ځانګړې پاملرنه لري او د هیواد د ودې او پرمختګ په برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي. 
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت د علماوو، متنفذینو او تاجرانو د وړاندیزونو په اړه وویل، اسلامي امارت شته امکاناتو ته په پام رسیدګي کړې او په هغه اړه به لازم اقدامات وکړي.

شریک یی کړی