د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده
2026-01-31
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسئولینو د شنبې په ورځ (۱۱ سلواغه ۱۴۰۴) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې د افغانانو د ګډون سهمیې او لګښتونو په اړه، له رسنیو سره معلومات شریک کړل.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، محترم شیخ الحدیث سر محقق دوکتور نور محمد ثاقب، په یاد خبري کنفرانس کې وویل: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې له سعودي عربستان څخه د افغانستان لپاره، ۳۰ زره د حج سهمیه ترلاسه او د پخوانیو ثبتنام شوو متقاضیانو ترمنځ په عادلانه ډول وېشل شوې ده.
محترم ثاقب زیاته کړه، د اسلامي امارت له بریا وروسته، په ټول هېواد کې ۸۷۱۰۴ تنه د حج پخواني ثبت شوي متقاضیان پاتې وو، چې د ځینو نوبتونه یې تر ۱۴۱۲هـ ش پورې رسېدل، بناءً د سهمیې د دقیق، شفاف او عادلانه وېش په پایله کې، وزارت وتوانېد چې نیږدې ټول دغه منتظر حاجیان په پنځو کلونو کې حج ته ولېږي.
د ارشاد، حج او اوقافو د وزیر په وینا، د عامو حاجیانو ترڅنګ، د مجاهدینو، امارتي ادارو، د شهیدانو وارثانو، معلولینو او مهاجرینو لپاره جلا سهمیې ټاکل شوې دي. همداراز، د حج مناسکو د سمې لارښوونې لپاره به د ۳۴ ولایتونو له علماوو څخه ازموینې واخیستل شي او بریالي کسان به د ښوونکو په توګه له حاجیانو سره حرمینو شریفینو ته واستول شي.
محترم ثاقب د خپلو خبرو په دوام وویل: سعودي عربستان ته د حجاجو د منظم تګ راتګ لپاره له اریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو سره قراردادونه شوي، چې حاجیان به د هېواد له څلورو پروازي زونونو څخه مدینې منورې او جدې ته انتقال کړي.
د ښاغلي ثاقب د معلوماتو پر بنسټ، د استوګنځایونو، خوړو، ترانسپورټ او نورو اړینو خدمتونو ټول قراردادونه پر وخت ترسره او په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د ټولو حاجیانو لپاره په مناسبو ځایونو کې استوګنځایونه نیول شوي، تر څو هغوی وکولای شي چې خپل عبادتونه په اسانۍ سره اداء کړي.
محترم ثاقت زیاته کړه، د ټولو اړوندو قراردادونو د شفاف تطبیق، دقیق سنجش او د غیر ضروري مصارفو د مخنیوي په پایله کې، سږ کال د یوه تن حاجي لګښت، ۲۶۶۴۰۰ افغانۍ او د حج د ټولې پروسې مجموعي لګښت، ۷۸۱۸۳۰۷۲۰۰ افغانۍ ټاکل شوی دی.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، حاجیان کولای شي چې د دوشنبې له ورځې (۱۳ سلواغه ۱۴۰۴) څخه، په مرکز کې د حج، عمرې او زیارتونو له لوی ریاست او په ولایتونو کې د ارشاد، حج او اوقافو له ریاستونو څخه تعرفې ترلاسه او یاده اندازه پیسې اړوندو بانکونو ته وسپاري.