GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

د سیاسي، امنیتي، عدلي او قضایي سکتورونو د ویندویانو او رسنیو د همغږۍ ناسته تر سره شوه

د سیاسي، امنیتي، عدلي او قضایي سکتورونو د ویندویانو او رسنیو د همغږۍ ناسته تر سره شوه

2026-02-02

د سیاسي، امنیتي، عدلي او قضایي سکتورونو د ویندویانو او رسنیو د همغږۍ ناسته تر سره شوه

د سیاسي، امنیتي، عدلي او قضایي سکتورونو د ویندویانو، کورنیو او بهرنیو رسنیو مسئولینو او خبریالانو د همغږۍ ناسته، د دوشنبې په ورځ (۱۳ سلواغه ۱۴۰۴) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې تر سره شوه.
په دې ناسته کې د سترې محکمې، د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، ملي فاع او عدلیې وزارتونو ویندویانو او مطبوعاتي مسئولینو ګډون کړی وو. 
په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی له همېشنۍ همکارۍ څخه مننه وکړه.
محترم حقاني وویل: مونږ په دوامداره ډول هڅه کوو، چې په رسنیز او اطلاعاتي ډګر کې د رسنیو او امارتي ادارو همکاري او تعامل لا پیاوړی او په دې برخه کې موجودو ستونزو ته حللاره پیدا کړو. نوموړي زیاته کړه، چې د نظام د لاسته راوړنو د ښه انعکاس لپاره، د ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا اړینه ده او مونږ هڅه کوو چې د ویندویانو او رسنیو ترمنځ د ګډو ناستو په جوړولو سره، دغه موخه په ښه ډول ترلاسه کړو.
وروسته د رسنیو مسئولینو او خبریالانو پخپل وار سره ویناوې وکړې او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې یې د رسنیو مرکز هڅې وستایلې او د ورته ناستو پر دوام یې ټینګار وکړ. دغه راز، هغوی اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د ځینو ستونزو یادونه وکړه او د حل لپاره یې خپل نظرونه او وړاندیزونه د رسنیو مرکز له رهبرۍ او ویندویانو سره شریک کړل.
په همدې ډول، د سیاسي، امنیتي، عدلي او قضایي سکتورونو ویندویانو هم پخپل وار سره خبرې وکړې او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې یې د خپلې بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
په پای کې، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري، د غونډې جمع بندي تر سره کړه او له دواړو لوریو څخه یې وغوښتل چې د امارتي ادارو د لاسته راوړنو د ښه انعکاس لپاره اړین فرصتونه برابر، اطلاعاتو ته د لاسرسي سطحه لوړه او تعامل لاپسې پراخ کړي.

شریک یی کړی