GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، له حریت، سپوږمۍ او څار راډیوګانو څخه لیدنه وکړه

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، له حریت، سپوږمۍ او څار راډیوګانو څخه لیدنه وکړه

2026-02-04

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، له حریت، سپوږمۍ او څار راډیوګانو څخه لیدنه وکړه

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني او ملي پلاوي یې د چهارشنبې په ورځ (۱۵ سلواغه ۱۴۰۴) له حریت، سپوږمۍ او څار راډیوګانو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړه.
په پیل کې د رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري، د لیدنې د موخو او اهدافو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ، د امارتي ادارو د لاسته راوړنو او فعالیتونو د انعکاس برخه کې د رسنیو له دوامدارې همکارۍ څخه مننه وکړه او په دې برخه کې یې د رسنیو او ادارو ترمنځ پر لا ښې همکارۍ ټینګار وکړ.
ورپسې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز، رئیس محترم مولوي نعیم الحق حقاني، پخپلو خبرو کې په ننني عصر کې د رسنیو اهمیت ته په اشارې وویل: رسنۍ د کره او دقیقو معلوماتو په خپرولو سره د عامه افکارو په روښانولو او مدیریت کې مهم رول لوبوي. 
محترم حقاني زیاته کړه، رسنۍ کولی شي چې د نظام لاسته راوړنې په ښه ډول له ولس سره شریکې کړي څو له دې لارې ولس په هره برخه کې د نظام له فعالیتونو او لاسته راوړنو خبر او پر نظام د خلکو باور زیات شي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رئیس په وینا، د رسنیو مرکز تل هڅه کړې چې په هېواد کې رسنیز فعالیتونه پیاوړي، د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ کچه پراخه او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د خبریالانو ستونزو ته په وخت رسېدنه وشي.
دغه راز په دې لیدنو کې د حریت راډیو مسئول، محترم محمد الله احساس، د سپوږمۍ او څار راډیګانو مسئول، محترم حمیدالله ناصري، پخپلو خبرو کې له رسنیو سره د همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د رسنیو مرکز د هڅو ستاینه وکړه او دا هڅې یې د شفافیت او د معلوماتو د پر وخت شریکولو لپاره مهمې وبللې.
په همدې ډول، هغوی اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د ځینو شته ستونزو یادونه هم وکړه او د رسنیو مرکز له رهبرۍ یې غوښتنه وکړه چې د حل په برخه کې یې مرسته او همکاري وکړي.
په پای کې دواړو لوریو په اړوندو برخو کې د متقابلې همکارۍ او همغږۍ پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.

شریک یی کړی