GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، د یک تلویزیون له مسئول سره وکتل

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، د یک تلویزیون له مسئول سره وکتل

2026-02-25

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، د یک تلویزیون له مسئول سره وکتل

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، د چهارشنبې په ورځ (۶ کب ۱۴۰۴) د یک تلویزیون له مسئول، محترم سنګر هاشمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.
په پیل کې محترم حقاني، د یک تلویزیون مسئول ته د ښه راغلاست تر څنګ، د امارتي ادارو د فعالیتونو او لاسته راوړنو د انعکاس او د ادارو د فعالیتونو په تړاو د عامه پوهاوي برخه کې د دغه تلویزیون له همکارۍ څخه مننه وکړه.
محترم حقاني وویل: هر څومره چې د رسنیو او ادارو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ کچه لوړه شي، په همغه اندازه به د معلوماتو شریکولو بهیر چټک او اغېزناک شي، چې له امله به یې د حکومت د کړنو او پالېسیو په اړه د ولس پوهاوی لوړ، د منفي تبلیغاتو کچه ټیټه او د نظام او ولس ترمنځ به د باور فضا نوره هم پياوړې شي.
دغه راز، ښاغلي هاشمي هم اطلاعاتو ته د لاسرسي او نورو اړندو برخو کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز هڅې مهمې او اغېزناکې وبللې او غوښتنه وکړه چې یاد مرکز دې په دې برخه کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.
ښاغلي هاشمي ټینګار وکړ، چې یک تلویزیون به د مسلکي اصولو او ملي مسئولیت په چوکاټ کې د امارتي ادارو د فعالیتونو او لاسته راوړنو د انعکاس برخه کې خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.
په پای کې دواړو لوریو په اړوندو برخو کې پر لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ.

شریک یی کړی