GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

ملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې یو میلیارد افغانیو په لګښت ۱۷ پروژې منظورې کړې

ملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې یو میلیارد افغانیو په لګښت ۱۷ پروژې منظورې کړې

2026-04-02

ملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې یو میلیارد افغانیو په لګښت ۱۷ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

 دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۴۲ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.
له بحث وروسته د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې شوې او په ۱۴ پروژو کې بیا یولړ تعدیلونه راغلل. 

همداراز د شپږو پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

 د دوه پروژو قراردادونه بیا له دې امله لغوه شول، چې ګټونکي شرکتونه د قرارداد مطابق په ټاکل شوو قیمتونو د پروژو بشپړولو ته حاضر نه وو او پرېکړه وشوه چې دغه پروژې دې بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې او ګټونکي شرکتونه دې د محرومیت کمېټې ته معرفي شي. 

دوه پروژې بیا له دې امله بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شوې، چې په ازاده داوطلبۍ کې د شرکتونو له لوري وړاندې شوي قیمتونه د پروژو له تخمیني قیمتونو څخه ډېر زیات وو. 

همدارنګه د یوې پروژې په اړه بیا اړوندې ادارې ته هدایت وشو، چې په شرایطو د برابرو شرکتونو ارزونه دې بیاځلې ترسره او راپور دې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د پنجشیر ولایت د پوهنتون لپاره د لیلیې ودانۍ جوړول، د بدخشان ولایت د پوهنتون لپاره د طب پوهنځي د ودانۍ جوړول،  له کونړ څخه تر نورستان پورې د غځېدلي سړک اول او دویم فازونو د چارو بشپړول، د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ، د فاریاب ولایت په بندر ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت په سپين غر ولسوالۍ کې د عمومي روغتونونو جوړولو او همدارنګه په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژې شاملې دي. منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

شریک یی کړی