GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

کابل ښاروالي: په تېرو څلور نیمو کلونو کې ۴۵۰ کیلومتره سړکونه جوړ شوي دي

کابل ښاروالي: په تېرو څلور نیمو کلونو کې ۴۵۰ کیلومتره سړکونه جوړ شوي دي

2026-04-11

کابل ښاروالي: په تېرو څلور نیمو کلونو کې ۴۵۰ کیلومتره سړکونه جوړ شوي دي

د کابل ښاروالۍ مسئولینو د شنبې په ورځ (۲۲ وری ۱۴۰۵) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه رسنیو ته معلومات وړاندې کړل.

د کابل ښاروالۍ د ښاري او چاپېریالي خدمتونو مرستیال، محترم مولوي خالد سجستاني په یاد خبري کنفرانس کې وویل: د کابل ښاروالۍ ټول ټیم په پوره ژمنتیا سره د کابل ښار د تنظیم، پراختیا، او ښاري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره هلې ځلې کوي.
محترم سجستاني زیاته کړه، په تېرو څلور نیمو کلونو کې په مجموعي ډول څه باندې ۴۵۰ کیلومتره عمومي او فرعي سړکونه سفالټ، کانکرېټ او په تیږو فرش شوي، چې د پلنوالی کچه یې له ۴ څخه تر ۶۰ مترو رسېږي. دغه راز په یاده موده کې په ټولیز ډول ۴۷۲۹۵۷ متره سړکونه ترمیم شوي دي. 
د کابل ښاروالي د ښاري او چاپېریالي خدمتونو د مرستیال په وینا، د زمانخان کلا عمومي سړک څخه د کابل- ننګرهار سړک، د شهید هنګرا څلورلارې څخه د قصبې سړک، له پل سوخته څخه تر جمهوریت څلورې، د کمپنۍ- برچي سړک او مهتاب کلا ګولایي سړک په مسیرونو کې د موټر رو پلونو ساختماني چارې بشپړې شوي دي. دغه راز، د بره کي او سالنک واټ په ساحو کې د موټرو رو پلونو جوړولو چارې روانې دي. همدارنګه د نجات څلي ساحه کې د موټر رو پل د ډیزاین چارې بشپړې شوي او عملي کار به یې په روان کال کې پیل شي.
د کابل ښاروالۍ مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل، کابل ښاروالۍ په تېرو څلور نیمو کلونو کې د ۳۴۰۲ ساختماني او استوګنیزو ودانیو د نقشو د جواز په صادرولو سره، په پلاني او غیر پلاني ساحو کې د ښاري پراختیا په تنظیم او معیاري کولو کې مهم ګام اخیستی دی. همداراز په یاده موده کې په ټولیز ډول ۱۸۵۷۵ متره کانالونه جوړ شوي او ۶۱۴۷ متره نور تر کار لاندې دي.
مسئولین زیاتوي، چې په وروستیو څلور نیمو کلونو کې د ښار د زرغونتیا په موخه، ۶۳۹۹۰۱۹ نیالګي او بوټي تولید، تکثیر او کېښودل شوي دي. په همدې ډول په یاده موده کې په کابل ښار کې ۱۲ پارکونه جوړ او رغول شوي او درې نور پارکونه تر کار لاندې دي. په همدې ډول، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۱۱۲۸۷ جایدادونو د استملاک چارې هم ترسره شوې دي.
د کابل ښاروالۍ د معلوماتو پر بنسټ، د ښار د روښانتیا او ښکلا په موخه، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۲۹۳۳۹ پایې څراغونه فعال او د عمومي او فرعي سړکونو ۱۳۰ کیلومتره جدولونه رنګ شوي دي. 
د کابل ښاروالۍ مسئولینو زیاته کړه، چې د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره، په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمېر پراختیایي پروژې په پلان کې نیول شوي دي.

شریک یی کړی