GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس د استاد بهره کلتوري مرکز او خوافي خیریه بنسټ له مسئولینو سره وکتل

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس د استاد بهره کلتوري مرکز او خوافي خیریه بنسټ له مسئولینو سره وکتل

2026-04-25

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس د استاد بهره کلتوري مرکز او خوافي خیریه بنسټ له مسئولینو سره وکتل

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، د شنبې په ورځ (۵ غویی ۱۴۰۵) د استاد بهره کلتوري مرکز له رئیس او د هرات ولایت د خبریالانو کمېټې له ارشد غړي، ښاغلي استاد ولي شاه بهره او د خوافي خیریه بنسټ له مسئول سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.


په پیل کې محترم حقاني، د استاد بهره کلتوري مرکز رئیس او د خوافي خیریه بنسټ مسئول ته ښه راغلاست ووایه او د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د کاري مخینې او فعالیتونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
محترم حقاني وویل: د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د یوه ارتباطي پله په توګه تل هڅه کړې چې په هېواد کې رسنیز فعالیتونه پیاوړي، د دولتي اداور او رسنیو ترمنځ د همکارۍ او تعامل کچه پراخه او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د خبریالانو ستونزو ته په وخت رسېدنه وشي.
همداراز، د استاد بهره کلتوري مرکز رئیس او د خوافي خیریه بنسټ مسئول هم پخپل وار خبرې وکړې، اطلاعاتو د لاسرسي برخه کې یې د حکومت داطلاعاتو او رسنیو مرکز د فعالیتونو او هڅو ستاینه وکړه او دغه فعالیتونه یې د اطلاع رسونې بهیر د لا ښه والي لپاره مهم وبلل.
دغه راز هغوی، د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل او د رسنیو له مرکز سره یې د خپلې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
په پای کې دواړو لوریو په اړوندو برخو کې د همکارۍ ا وهمغږۍ پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.

شریک یی کړی