GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

2026-04-26

 د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې غونډه جوړه شوه.

په غونډه کې د اړوندو ادارو له لوري د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي د جوړولو پر طرحې بحث وشو. یاده طرحه د ښاري پراختیا او اقتصادي ارزښت په پام کې نیولو سره په پرنسیپ کې تایید شوه او د تخنیکي مطالعاتو د ترسره کولو لپاره یې د اقتصادي معاونیت په مشرۍ کمېټه وټاکل شوه.

کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې ټول تخنیکي، اقتصادي، اجتماعي او د چاپیریال ساتنې اړوند مسایلو په اړه یې تفصیلي کړنې ترسره او راپور یې په درېيو میاشتو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له محترم مقام سره شریک کړي.

د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي د جوړولو لپاره خصوصي سکټور د شاوخوا اته میلیارده ډالرو پانګونې لېوالتیا ښودلې، چې په ۱۱ زره جریبه کې به جوړ او لسګونو زرو هېوادوالو ته به د سرپناه برابرولو ترڅنګ زرګونه کاري فرصتونه هم رامنځته کړي.

شریک یی کړی