GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، د خبریالانو خوندیتوب کمېټې له مسئول او د هرات ولایت له فرهنګیانو سره په جلا جلا ډول وکتل

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، د خبریالانو خوندیتوب کمېټې له مسئول او د هرات ولایت له فرهنګیانو سره په جلا جلا ډول وکتل

2026-04-28

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، د خبریالانو خوندیتوب کمېټې له مسئول او د هرات ولایت له فرهنګیانو سره په جلا جلا ډول وکتل

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، د سه شنبې په ورځ (۸ غویی ۱۴۰۵) د خبریالانو خوندیتوب کمېټې له مسئول او د هرات ولایت له یو شمېر فرهنګیانو سره په جلا جلا ډول پخپل کاري دفتر کې وکتل.


په پیل کې محترم حقاني، مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د مرکز د فعالیتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.


محترم حقاني وویل: د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز، د امارتي ادارو، رسنیو او رسنیزو بنسټونو ترمنځ د یوه ارتباطي پله په توګه دنده تر سره کوي او تل یې هڅه کړې چې د یادو بنسټونو ترمنځ همغږي او همکاري پیاوړې شي تر څو د نظام لاسته راوړنو ته د انعکاس زمینه برابره او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د رسنیو ستونزې حل شي. 


دغه راز، د خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسئول، محترم جمیل وقار او د هرات ولایت فرهنګیانو هم پخپل وار خبرې وکړې او د خپلو فعالیتونو په اړه یې بشپړ معلومات وړاندې کړل.


هغوی د ادارو، رسنیو او رسنیزو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د پیاوړتیا او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز هڅې وستایلې او د دغو هڅو د دوام غوښتنه یې وکړه. همدارنګه، هغوی په اړوندو برخو کې د ځینو ستونزو یادونه وکړه او د رسنیو مرکز له رهبرۍ څخه یې غوښتنه وکړه چې د حل په برخه کې یې مرسته وکړي.


په پای کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، ډاډ څرګند کړ، چې د رسنیو او فرهنګي برخو د پیاوړتیا، همغږۍ او پرمختګ لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

شریک یی کړی