GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل | مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

د رياست الوزراء اداري مرستيال د پوهنې وزارت د مسلکي انکشاف اعضاوو او له یو شمېر علماوو سره وکتل

د رياست الوزراء اداري مرستيال د پوهنې وزارت د مسلکي انکشاف اعضاوو او له یو شمېر علماوو سره وکتل

2026-05-05

د رياست الوزراء اداري مرستيال د پوهنې وزارت د مسلکي انکشاف اعضاوو او له یو شمېر علماوو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د پوهنې وزارت د مسلکي انکشاف له یو شمېر اعضاوو او هغو علماوو سره چې د مسلکي انکشاف په برخه کې موظف دي وکتل.

په دې کتنه کې، د پوهنې وزارت د مسلکي انکشاف اعضاوو  د استادانو د ظرفیت لوړولو او تدریسي چارو د څارنې په برخه کې د خپلو فعالیتونو، برنامو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل. 

هغوی همدارنګه د روزنیزو برنامو په تطبیق کې ځینې ننګونو ته اشاره وکړه او د ستونزو د حل په موخه یې د زیاتې همکاري غوښتنه وکړه.

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د یادو راپورونو او وړاندیزونو د اورېدو ترڅنګ د استادانو د مسلکي انکشاف په ارزښت د هیواد د ښوونیز نظام د ښه والي د یو اساسي رکن په توګه ټینګار وکړ.

 نوموړي څرګنده کړه، د استادانو پر مسلکي پیاوړتیا پانګونه د راتلونکي نسل په روزنه او د ټولنې پرمختګ کې اساسي رول لري.

د رياست الوزراء اداري مرستيال په پای کې ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت مسئولین د پوهنې سکتور پیاوړتیا ته ژمن دی  او د روزنې د کیفیت د ښه والي په برخه کې د مؤثرو او رغنده برنامو ملاتړ کوي.

شریک یی کړی