کابل ښار کې د خصوصي طبي پوهنتون او تدریسي روغتون لپاره د لس پوړیزې ودانۍ د جوړولو پر طرحه بحث وشو
2026-05-06
کابل ښار کې د خصوصي طبي پوهنتون او تدریسي روغتون لپاره د لس پوړیزې ودانۍ د جوړولو پر طرحه بحث وشو
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
دې غونډې ته د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د بایزید روښان خصوصي طبي پوهنتون او تدریسي روغتون لپاره د لس پوړیزه ودانۍ د جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. په غونډې کې د دې طرحې پر اهمیت او اړتیا ټینګار وشو او اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه، څو یاده طرحه په هر اړخیز ډول و ارزوي او خپل راپور په ټاکلې نېټه د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
همدارنګه په دې غونډه کې د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ او د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د کفیټریا او دوکانونو جوړولو پر طرحو هم بحث وشو. له بحث وروسته یادې طرحې اړوندو ادارو ته راجع او دنده ورته وسپارل شوه، چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره یې تخنیکي، مالي او اقتصادي تحلیلونه ترسره او راپورونه یې په ټاکلو نېټو دې کمېټې ته وړاندې کړي.