د پوهنې وزارت له لوري د ۱۰۶۰ څلورمو بستونو د استخدام بهیر پیل شو
2026-05-10
د پوهنې وزارت له لوري د ۱۰۶۰ څلورمو بستونو د استخدام بهیر پیل شو
یکشنبه، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غویي ۲۰مه
په هغه خبري ناسته کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ترسره شو، د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق وايي، د اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښوونو او د پوهنې وزارت د اوږدمهاله موخو پر بنسټ، د هېواد په کچه د ۱۰۶۰ څلورمو بستونو د آزاد رقابت له لارې د استخدام بهیر پیل شوی دی.
نوموړي دغه څرګندونې د یادو بستونو د استخدام د بهیر د پرانیستې غونډې پر مهال وکړې او ویې ویل، چې یاد بستونه د هېواد په ټولو ولسوالیو او تعلیمي حوزو کې د تشکیلاتي اړتیاوو، نفوس، جغرافیایي وضعیت او تعلیمي پراختیاوو ته په کتو منظور شوي دي.
د هغه په وینا، دغه بستونه د پوهنې وزارت د دوامدارو هڅو او د اسلامي امارت د رهبرۍ د ځانګړې پاملرنې له مخې د ۱۴۰۵ کال په تشکیلاتي جوړښت کې شامل شوي، چې موخه یې د تعلیمي ادارو د بشري ځواک پیاوړتیا، د اداري تشو ډکول او د معیاري تعلیمي خدماتو پراختیا ده.
الحاج مولوي عبدالخالق صادق زیاته کړه، چې د پوهنې وزارت د معیاري، عادلانه او باکیفیته تعلیمي خدماتو وړاندې کولو لپاره په وروستیو کلونو کې بېلابېلې اصلاحاتي او پرمختیايي برنامې عملي کړې دي. د نوموړي په خبره، د معیاري آزموینو اخیستل، د نمونوي لېسو ایجاد، د لېسو د دورو رشتهبندي، تر شپږم ټولګي پورې د واحد نصاب جوړونه، د فراغت تصدیقونو لپاره د نوي ډومېن سیستم رامنځته کول او د ظرفیت لوړونې روزنیزې برنامې د دغو اقداماتو مهمې برخې دي.
هغه همداراز وویل، چې وزارت راستنېدونکو هېوادوالو ته د زده کړو د زمینې برابرولو ته هم ځانګړې پاملرنه کړې او هڅه کوي، څو د هېواد تعلیمي نظام معیاري، د زده کړو کیفیت لوړ او د زده کوونکو علمي ظرفیت پیاوړی کړي.
د تضمین کیفیت معین د آزاد رقابت له لارې استخدام د شفافیت، حساب ورکونې او سالمې ادارې د پیاوړتیا مهم اصل وباله او ټینګار یې وکړ، چې د هېواد په ټولو تعلیمي ادارو کې به د ظرفیت، تخصص او مسلکیتوب پر بنسټ د کدرونو د جذب زمینه برابره شي.
نوموړي له ټولو وړ، مسلکي او تحصیلیافته هېوادوالو وغوښتل، چې د یادو بستونو د آزاد رقابت په پروسه کې ګډون وکړي او د هېواد د تعلیمي نظام د پیاوړتیا او د راتلونکي نسل د سالمې روزنې په برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي.